کورپاڼه / خپلواک / د قنديل بلوچ ورور په عمري بند محکوم او مفتي خوشې شو
قنديل بلوچ

د قنديل بلوچ ورور په عمري بند محکوم او مفتي خوشې شو

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ سپتمبر ٢٠١٩): د پاکستان د ملتان اوسېدونکې او د ټولنيزو رسنيو نامتو هنرمنده قنديل بلوچ د قتل په دوسيه کې د هغې ورور په عمري بند محکوم شو، همدا راز مفتي عبدالقوي او نور کسان بې ګناه وګڼل شو.

قنديل بلوچ د يوې غريبې کورنۍ اوسېدونکې وه، چې د فلم په نړۍ کې يې د بريا ډېرې هڅې وکړې خو هيچا هم چانس ورنکړ، وروسته هغې له فېسبوک ګټه پورته کړه او په فېسبوک به يې خپلې بې باکه ويډيوګانې او انځورونه خپرول، چې په ډېر لږ وخت کې يې ډېره مشهوره کړه.

د هغې د قتل نه څه موده مخکې نوموړې د روژې په مياشت کې د پاکستان مذهبي عالم او د پاکستان تحريک انصاف ګوند د عالمانو څانګې پخواني غړي مفتي عبدالقوي سره خپل انځورونه خپاره کړي و، چې دواړو په يوه هوټل کې ليدلي و.قنديل بلوچ او مفتي عبدالقوي

که څه هم مفتي عبدالقوي وويل، چې هغه د يوې ديني پوښتنې لپاره ورغلې وه، خو قنديل بلوچ په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي و، چې مفتي عبدالقوي هغه د ليدو لپاره ورغوښتې وه، چې په دغه ورځ يې روژه هم نه وه نيولې او له هغې سره يې نڅا هم وکړه.

تر دغه پېښې څه وخت وروسته قنديل بلوچ د ٢٠١٦ د جولاى په مياشت کې په خپل کور کې د خوب پر مهال خپل ورور ووژله، وروسته چې پوليسو تورن کس ونيوه، نو هغه وويل چې دا يې د غېرت په نوم وژلې ده، ځکه د دوى نوم يې په ټولنيزو رسنيو کې خراب کړى و.قنديل بلوچ ١

د قنديل بلوچ د ورور محمد وسيم په ګډون، محمد عارف، مفتي عبدالقوي او ځينو نورو کسانو پر ضد دوسيه جوړه شوه. دغه دوسيه چې تر درې کلونو پورې په محکمه کې روانه وه، نن پرې محکمې پرېکړه وکړه چې د قنديل بلوچ ورور محمد وسيم يې په عمري بند محکوم کړ او همدا راز د مفتي عبدالقوي په ګډون نور کسان يې په عزت خوشې کړل.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …