کورپاڼه / هېواد کې د خپلواکۍ سلمه کليزه په بېسارې کچه ونمانځل شوه
غازي امان الله خان

هېواد کې د خپلواکۍ سلمه کليزه په بېسارې کچه ونمانځل شوه

خپلواک وېبپاڼه – کابل: د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د سلمې کليزې مراسم که څه هم د تېرې ورځې د ودونو په تالار کې د چاودنې له امله په کابل کې لوى جشن ونه نمانځل شو، خو بيا هم د نورو کلونو په پرتله سږ کال په ټول هېواد کې د خپلواکۍ سلمه کليزه په ډېره لويه کچه ونمانځل شوه، چې په هر ځاى کې پکې ولس پراخ ګډون وکړ.

د خپلواکۍ دا سلمه کليزه نه يوازې دا چې ځوانانو او پېغلو په ډېره هېوادنۍ مينه ونمانځله، بلکې ماشومانو، مشرانو او ښځو هم پکې پراخ ګډون درلود او د دولتي غونډو تر څنګ ولسي غونډې بيا ډېرې لويې، پراخې او له ولولو ډکې وې.دارالامان ماڼۍ

د خپلواکۍ د جشن پر مهال ولسمشر غني تاريخي دارالامان ماڼۍ هم پرانيسته او همدا راز د هېواد په ګوټ ګوټ کې د غازي شاه امان الله خان انځورونه او د افغانستان درې رنګه بېرغ په هر ځاى کې ځړېدلى و.

همدا راز په کندهار کې تر ټولو ستر بېرغ هم جيګ شو، چې د کندهار خلکو يې له نږدې څخه ننداره وکړه او ډېره خوشحالي يې څرګنده کړه.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ د خپلواکۍ جام تر سرليک لاندې يوه شل اوريزه لوبه هم ترسره شوه، چې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه. په دغه لوبه کې ګلبدين نايب د افغان ځوانانو او راشد خان د افغان اتلانو لوبډلو مشران ول، چې د دوى په ګډون نورو ډېرو ملي لوبغاړو په کې ګډون درلود. په دغه لوبه کې د ګلبدين نايب لوبډلې د راشد خان لوبډلې ته په ٤٠ منډو ماته ورکړه، خو د لوبې غوره خبره دا وه چې په زرګونو مينه وال يې ليدو ته ورغلي و.راشد خان او ګلبدين نايب

د نورو کلونو په څېر په ننګرهار او جلال اباد کې هم په پراخه کچه د خپلواکۍ سلمه کليزه ونمانځل شوه، خو يوه بده پېښه يې دا وه چې د جلال اباد په بېلا بېلو ساحو کې ١١ ماينونه وچاودېدل، چې يو شمېر هېوادوال يې ټپيان کړل.

همدا راز په لومړي ځل د خپلواکۍ جشن په تورخم ښارګوټي کې هم په پراخه کچه ونمانځل شو، چې د ځايي خلکو په وينا، دوى په لومړي ځل دومره په مينه او ولولو سره دا ورځ ونمانځله.

په بېلا بېلو ولايتونو کې بيا د خپلواکۍ په ورځ مېلې ترسره شوې، چې په زرګونو هېوادوالو په کې ګډون وکړ او په نننۍ ورځ يې ډېره خوشحالي ترسره کړه.

همدا راز په بلخ ولايت کې يوې جوړې په همدې ورځ واده وکړ، چې هلک ځان د غازي امان الله خان په څېر او نجلۍ ځان د ملکې ثريا په څېر جوړ کړى و او په دغه ډول يې دا ورځ بختوره او ونمانځله.د خپلواکۍ په ورځ واده

د يادونې وړ دا هم ده چې سږکال طالبانو هم تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د خپلواکۍ ورځ نمانځلې ده، خو توپير يې دا و چې هغوى د افغانستان د درې رنګه بېرغ په ځاى خپل سپين بېرغ له ځان سره لېږداوه.

Loading...

دا هم ولولئ

سوډان

سوډان کې د مرتد کېدو سزا لغوه او پر شرابو لګېدلى بندېز ليرې شو

په سوډان کې حکومت په قانون کې يو شمېر بدلونونه راوستي دي، چې له مخې …