کورپاڼه / خبرونه / د ويسټ انډيز لوبډله انګلستان ته ورسېده
ويسټ انډيز لوبډله

د ويسټ انډيز لوبډله انګلستان ته ورسېده

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته ورسېده، چې د انګلستان کرکټ بورډ يې هم هرکلى کړى دى او ويلي يې دي چې لوبو ته ډېر لېواله دي.

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله نن د انګلستان مانچسټر ته ورسېده، د انګلستان کرکټ بورډ په يو ټويټ کې د ويسټ انډيز لوبډلې ته هرکلى ويلى دى او ويلي يې دي چې د ټېسټ سياليو ترسره کولو لپاره ډېر لېواله دي.


د ويسټ انډيز لوبډله به په اولډ ټريفورډ کې درې اونۍ پاتې شي، هلته به د احتياطي لارښوونو سره سم تمرينات هم ترسره کړي او له هغه وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ له تماشچيانو پرته درې ټېسټ لوبې وشي.

د کورونا ويروس له راتګ وروسته دا لومړى ځل دى چې يوه لوبډله د سياليو لپاره بل هېواد ته ځي، انګلستان ته له روانېدو مخکې د ټولو ويسټ انډيزي لوبغاړو د کورونا ټېسټونه هم شوي و، چې منفي راغلي و.

ويسټ انډيز او انګلستان به دوه ټېسټ سيالۍ په اولډ ټريفورډ او يوه په همپشاير کې ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …