کورپاڼه / خبرونه / د لوبغاړو پر سر اختلاف؛ رييس احمدزي د اصغر او انډي مولز له امله استعفا ورکړه
رييس احمدزى او اصغر افغان

د لوبغاړو پر سر اختلاف؛ رييس احمدزي د اصغر او انډي مولز له امله استعفا ورکړه

په کابل کې د يو مياشتيني تمريناتي کمپ لپاره د لوبغاړو پر سر د اختلاف له امله رييس احمدزي د انډي مولز او اصغر افغان له وجې د غوراوي کمېټې له غړيتوب څخه استعفا ورکړې ده.

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د يو مياشتيني کمپ لپاره د لوبغاړو د انتخاب په برخه کې د رييس احمدزي، اصغر افغان او انډي مولز ترمنځ اختلاف پېدا شو، چې په پاى کې رييس احمدزى له خپلې دندې لاس په سر شو.

ياده سرچينه وايي، چې رييس احمدزي غوښتل چې نجيب الله ترکى، افتاب عالم او ځينې نور لوبغاړي چې استعداد لري بايد په تمريناتي کمپ کې شامل شي، خو انډي مولز او اصغر افغان يې مخالفت کاوه.

همدا راز ويل کېږي چې د کابل يو مياشتيني کمپ ته د لوبغاړو د انتخاب په اړه د غوراوي کمېټې درې غړي رييس احمدزى، دولت احمدزى او باچا حسېن ناخبري ښيي او وايي چې ٢٢ لوبغاړي د انډي مولز او اصغر افغان په خوښه انتخاب شوې دي او له دوى سره په دې تړاو هېڅ مشوره نه ده شوې.

دغه  سرچينه وايي، چې د کرکټ بورډ مشرتابه هڅه کړې ده چې رييس احمدزى بېرته پخلا کړي او د هغه استعفا منظوره نه کړي، خو لا هم په دې برخه کې بريالي شوي نه دي.

بل لوري ته رييس احمدزي په خپل ټويټر باندې هم دا خبره تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې زه نور د غوراوي کمېټې غړى نه يم.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …