کورپاڼه / خبرونه / بريټ لي: تماشچيانو ته دې لوبغالو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي
بريټ لي

بريټ لي: تماشچيانو ته دې لوبغالو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي

د اسټراليا پخوانى چټک توپ اچونکى بريټ لي وايي، چې د هند او اسټراليا ترمنځ ٤ ټېسټ لوبو لوبلړۍ کې دې تماشچيانو ته اجازه ورکړل شي تر څو لوبغالو ته ورشي.

نوموړي دا خبرې د هند پخواني نامتو توپوهونکي سچن ټنډولکر سره د خبرو پر مهال کړې دي.

بريټ لي له سچن ټنډولکر سره د خبرو پر مهال وويل، زه هيله من يم چې سږکال د هند او اسټراليا ترمنځ ټېسټ لوبلړۍ ترسره کېږي، نو تماشچيانو ته بايد اجازه ورکړل شي تر څو لوبغالي ته ورشي، ځکه د تماشچيانو په شتون کې لوبغاړي هڅول کېږي.

نوموړي همدا راز دا هم وويل، که چېرته تماشچيانو ته لوبغالو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي، نو بيا دې په لوبغالو کې لوډسپيکرونه ولګول شي چې د تماشچيانو غږونه پکې راځي.

د يادولو ده چې د انګلستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د درې ټېسټ سياليو لوبلړۍ د جولاى په ٨مه نېټه پيلېږي، چې لوبغالو ته د تماشچيانو ورتګ باندې به بندېز وي.

له دغه لوبلړۍ وروسته په اسټراليا کې د هند او اسټراليا ترمنځ د ٤ ټېسټ سياليو لوبلړۍ هم ټاکل شوې ده، چې په برسبين، ايډيليډ اوول، ميلبورن کرکټ لوبغالي او سډني کرکټ لوبغالي کې به ترسره کېږي.

که څه هم دا لوبلړۍ د کال تر ټولو مهمه لوبلړۍ ګڼل کېږي، خو د اسټرايا کرکټ بورډ تر دې مهاله پورې دا نه دي ويلي چې تماشچيانو ته به لوبغالو ته د ورتګ اجازه ورکړي او که نه.

ياده دې وي چې د کورونا ويروس نړيوالې وبا له امله په ټوله نړۍ کې کرکټ سيالۍ هم ځنډېدلې وې، چې دا لومړى ځل دى چې د ويسټ انډيز لوبډله انګلستان ته تېره ورځ تللې ده.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …