کورپاڼه / ريکارډونه / محمد نبي؛ د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر
محمد نبي

محمد نبي؛ د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو او تجربه لرونکى لوبغاړى محمد نبي دا وياړ لري چې اوسمهال د نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري.

نن تازه د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) هم د محمد نبي په تړاو يو پوسټ کړى دى او هغه يې ستايلى دى، چې اوسمهال په نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري.


محمد نبي د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو درجه بندۍ کې له بين ټوکس، عماد وسيم او نورو ډېرو لوبغاړو څخه مخکې او په لومړي مقام کې دي.

د انګلستان بين سټوکس په دويم، د پاکستان عماد وسيم په دريم، د نيوزيلېنډ کولين دي ګرېنډهوم په څلورم، د انګلستان کريس ووکس په پنځم او افغان راشد خان بيا په شپږم مقام کې دى.

همدا راز په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د الراونډرانو درجه بندۍ کې هم محمد نبي په لومړي مقام کې دى او له هغه وروسته د زمبابوې سين ويليمس، د اسټراليا ګلين مېکسويل، د سکاټلېنډ ريچارډ بيرنګټون، د ايرلېنډ ګاريټ ډيلان او د عمان خاور علي ځاى لري.

خو د نړيوالو شل اوريزو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې بيا راشد خان په لومړي مقام کې او مجيب الرحمان په دويم مقام کې قرار لري. همدا راز مجيب الرحمان په نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې دريم مقام لري.

٣٥ کلن محمد نبي د افغانستان لپاره په ١٢٤ نړيوالو يو ورځنيو او ٧٨ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې ٢٧٢٨ او شل اوريزو لوبو کې ١٣٤٧ منډې کړې دي. همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې يې ١٣٠ او په شل اوريزو لوبو کې ٦٩ ويکټې هم ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عمر اکمل او شاهد اپريدي

پاکستاني عمر اکمل د شاهد اپريدي له شرمه ډک ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (۶ اکتوبر ۲۰۱۹): د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې توپوهونکي عمر اکمل يو نوی …