کورپاڼه / خبرونه / راشد خان او يوژيندرا چاهل د هند او افغانستان ګډه لوبډله جوړه کړې
راشد خان او يوژيندرا چاهل

راشد خان او يوژيندرا چاهل د هند او افغانستان ګډه لوبډله جوړه کړې

د افغانستان او هند نامتو توپ اچونکو راشد خان او يوژيندرا چاهل په انسټاګرام باندې په ژوندۍ بڼه راغلي و، چې دواړو په بېلا بېل موضوعاتو خبرې وکړې.

دوى د ګرځبندېز په مهال د خپل ژوند او نورو ډېرو چارو په اړه وغږېدل.

همدا راز د دې خبرو پر مهال راشد خان او يوژيندرا چاهل د خپلې خوښې د افغانستان او هند ګډه يوولس کسيزه لوبډله هم جوړه کړه.

راشد خان او يوژيندرا چاهل په دې لوبډله، کې چې د هند او افغانستان لوبغاړي پکې انتخاب شوي دي، ٨ لوبغاړي د هند او ٤ لوبغاړي د افغانستان انتخاب کړي دي.

په دې لوبډله کې روهيت شرما، شيکر دهون، ويراټ کوهلي، رحمت شاه، کى ايل راهول، مهيندرا سينګ دهوني، هاردک پانډيا\محمد نبي، راشد خان، جسپريت بومرا، محمد شامي او مجيب الرحمان نومونه شامل دي.

له افغانستان څخه د توپ اچونکو په برخه کې يوازې رحمت شاه غوره شوى دى، چې نوموړى په څلورم نمبر کې انتخاب شوى دى، هغه د افغانستان يو له تخنيکي توپوهونکو څخه دى.

همدا راز راشد خان په خپله او مجيب الرحمان توپ اچونکي دي او محمد نبي بيا الراونډر دى، خو محمد نبي او هارديک پانډيا دواړه په يوه ځاى انتخاب شوي دي.

په دې لوبډله کې روهيت شرما او شيکر دهون د پيليز توپوهونکو په توګه انتخاب شوي دي او مهيندرا سينګ دهوني هم د ويکټ ساتونکي په توګه انتخاب شوى دى.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …