کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د محمد شهزاد کليزه د جنورۍ پر ځاى په جون کې ولمانځله
m shahzad

کرکټ بورډ د محمد شهزاد کليزه د جنورۍ پر ځاى په جون کې ولمانځله

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل يو پوسټ کې د محمد شهزاد د کليزې په تړاو هغه ته مبارکي ورکړې ده او ليکلي يې دي، چې هغه نن ٣٣ کلن شو، حال دا چې د محمد شهزاد کليزه د جنورۍ په ٣١مه نېټه ده.

محمد شهزاد چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام وروسته د ډسپلين سرغړونو له امله پرې يو کلن بندېز ولګېد، د کرکټ عمومي رييس فرهان يوسفزي څه وخت مخکې دا بندېز ختم کړ او محمد شهزاد تېره ورځ شاوخوا يو کال وروسته له ملي لوبډلې سره بېرته يو ځاى شو، چې په کابل کې په يو مياشتيني تمريناتو کې يې ګډون وکړ.

خو نن د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې محمد شهزاد نن ٣٣ کلن شو او هغه ته يې د کليزې مبارکي هم ويلې ده.

محمد شهزاد کليزه

دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠١٩ او ٢٠١٨ کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ له رسمي فېسبوکپاڼې څخه د جنورۍ په ٣١مه نېټه د هغه د کليزې په تړاو پوسټونه شوي دي، خو سږکال بيا د جون په ١٠مه نېټه د هغه د کليزې په تړاو پوسټ وشو.

محمد شهزاد کليزه ٢٠١٨
٢٠١٨ کال کې د محمد شهزاد د کليزې پوسټ د جنورۍ په ٣١مه نېټه شوى و

د کرکټ په سترې وېبپاڼې کريک انفو او همدا راز په ويکيپيډيا کې هم د محمد شهزاد د زېږېدو نېټه د جنورۍ ٣١مه ده، چې له مخې يې نوموړى اوس ٣٣ کاله او ١٥٢ ورځې عمر لري. محمد شهزاد په ١٩٨٧ کال کې زېږېدلى دى.

محمد شهزاد کليزه ٣١ جنوري
٢٠١٩ کال کې د محمد شهزاد د کليزې پوسټ د جنورۍ په ٣١مه نېټه شوى و

د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په ٣١مه نېټه د افغانستان کرکټ بورډ رسمي فېسبوکپاڼې يا ټويټر څخه د محمد شهزاد د کليزې په اړه پوسټ نه و شوى، خو د هغه د کليزې څخه ١٥٢ ورځې تېرېدو وروسته نن دا پوسټ شوى دى.

همدا راز څو ورځې مخکې د ملي لوبډلې د پخواني کپتان ګلبدين نايب کليزه هم وه، چې نه يوازې ملي لوبغاړو هغه ته مبارکۍ ورکړې، بلکې د کرکټ مينه والو هم نوموړي ته د هغه د کليزې په ورځ مبارکي وويله، خو د افغانستان کرکټ بورډ د ګلبدين نايب د کليزې په تړاو پوسټ ونه کړ، چې له دې د مور او مېرې چلند بېلګه واضحه ښکاري.

له دې هر څه نه په واضحه توګه ښکاري، چې په کرکټ بورډ کې څومره غېر مسلکي کسان ناست دي، چې هغوى ان د لوبغاړو د کليزې دقيقې نېټې هم نه دي معلومې، د ځينو لوبغاړو د کليزو پر مهال پوسټونه کوي او ځينې بيا بېخي له پامه غورځوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

راشد خان او وريديمان ساها

راشد خان هندي لوبغاړي وريديمان ساها ته د کليزې مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ليګ سپينر راشد خان د هند کرکټ ملي لوبډلې …