کورپاڼه / تجارتي ليګونه / فرهان يوسفزى: تاجکستان کرکټ ليګ کې افغان لوبغاړو ته د ګډون اجازه نه شو ورکولى
فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: تاجکستان کرکټ ليګ کې افغان لوبغاړو ته د ګډون اجازه نه شو ورکولى

د تاجکستان هېواد د کرکټ لس اوريزه ليګ پر لاره اچوي، خو د کرکټ بورډ عمومي رييس په دغه ليګ کې افغان لوبغاړو ته د ګډون اجازه نه ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجراييه رييس اسدالله خان د تاجکستان کرکټ فدراسيون ډايريکټر دى او د نوموړي په هڅو په دغه هېواد کې لس اوريزه ليګ په لاره اچول شوى دى.

که يو لوري ته په دغه ليګ کې افغانان په تخنيکي برخه کې کار کوي، نو بل لوري ته دا هڅه روانه وه چې په ياد ليګ کې به يو شمېر افغان لوبغاړي برخه واخلي، خو د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې دوى لوبغاړو ته اجازه نه شي ورکولى چې په دغه ليګ کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، افغانستان او تاجکستان د غوره او نږدې اړیکو لرونکو ګاونډیانو په توګه همېشه په بېلابېلو برخو کې یوه بل ته د همکارۍ لاس غځولی او دغه لړۍ به دوام لري. دا چې د تاجکستان کرکټ فدراسیون اوسمهال د ودې او په دغه هېواد کې کرکټ د غوړېدا په حال کې دی نو موږ هم د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب د دغه هېواد د کرکټ راتلونکي ته هیله من يو.

فرهان يوسفزى زياتوي، باید ووایم که چېرې تاجکستان د کوم لیګ د ترسره کولو تابیا لري نو زموږ لوبغاړي به پکې اوسمهال ګډون ونه شي کړلی، ځکه دغه هېواد د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد نه دی، له نړیوالې شورا د لیګ ترسره اجازه نه لري چې د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو پر بنسټ به موږ خپلو لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورنکړل شو.

نوموړى وايي، د افغانستان کرکټ بورډ اوسمهال د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ له مالي پلوه هم هغومره پیاوړی نه دی نو د افغانستان کرکټ بورډ اداره یوازې کولی شي چې له یاد هېواد سره د کرکټ په تخنیکي ډګر کې مرسته وکړي.

دا هم ولولئ

راشد خان او اکاش چوپړا

د اکاش چوپړا د ای پي ایل غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی

په هند کې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس له امله …