کورپاڼه / تجارتي ليګونه / تاجکستان: موږ له افغانستان څخه لوبغاړي نه دي غوښتي، دوى بيا اعلاميه هم خپره کړې
دوشنبه پريمئير ليګ

تاجکستان: موږ له افغانستان څخه لوبغاړي نه دي غوښتي، دوى بيا اعلاميه هم خپره کړې

د تاجکستان کرکټ فدراسيون وايي، چې دوى تراوسه پورې له افغانستان کرکټ بورډ څخه د لوبغاړو غوښتنه نه ده کړې، خو د افغانستان کرکټ بورډ بيا له وخت مخکې اعلاميه هم خپره کړې ده، چې موږ د تاجکستان لس اوريزه ليګ ته لوبغاړي نه ورکوو.

د تاجکستان کرکټ فدراسيون مسوولين وايي، چې دوى لا رسماً له افغانستان کرکټ بورډ څخه د لوبغاړو غوښتنه نه ده کړې، نو دوى په کوم اساس وايي چې د تاجکستان کرکټ ليګ ته افغان لوبغاړي نه پرېږدي.

دوى زياتوي، چې افغانستان په دې کار سره په لوى لاس د تاجکستان د کرکټ ليګ بدناموي او دوى به دا مسئله د دواړو هېوادونو د ډيپلوماټيکو چاينلونو له لارې تعقيب کړي.

د تاجکستان کرکټ فدراسيون همدا راز وايي، چې دوى پلان لري يو شمېر هغه افغان لوبغاړي خپل ليګ ته وغواړي، چې د افغانستان کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد نه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې دوى نه شي کولاى د تاجکستان لس اوريزه ليګ ته افغان لوبغاړي ولېږي.

هغه ويلي و، چې د تاجکستان کرکټ فدراسيون بشپړ غړيتوب نه لري او نه هم دوى د لس اوريزه ليګ لپاره له اى سي سي څخه اجازه ترلاسه کړې ده، نو دوى به سږکال ونه شي کولاى چې خپل لوبغاړي ولېږي.

د تاجکستان کرکټ فدراسيون په پلان کې لري چې په نږدې ورځو کې د دوشنبه پريمئير ليګ په لاره واچوي، چې لا يې دقيقه نېټه نه ده اعلان شوې.

په دې ليګ کې ٦ لوبډلې ګډون لري چې ختلون ټايګرز، دوشنبه لاينز، وحدت ډرېګنز، نوراک وايپرز، کولاب شارکس او خوجند پېنترز په نومونو نومول شوي دي.

دا ليګ به ١١ ورځې وي، چې د تاجکستان په دوشنبه کې به ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او راشد خان

حيدراباد د راتلونکي اى پي ايل لپاره راشد خان او محمد نبي له ځان سره وساتل

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ٢٠٢١ کال پړاو لپاره ټولو لوبډلو ساتل شوي …