کورپاڼه / خبرونه / اى سي سي د نړيوال جام په تړاو پرېکړه بلې غونډې ته وځنډوله
د کرکټ نړيواله شورا

اى سي سي د نړيوال جام په تړاو پرېکړه بلې غونډې ته وځنډوله

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په اړه خپله پرېکړه د راتلونکې مياشتې غونډې ته وځنډوله.

نړيوال شل اوريز جام چې سږکال د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې په اسټراليا کې ټاکل شوى دى، د کورونا ويروس له امله يې ترسره کېدل له خطر سره مخ دي.

اى سي سي وايي، چې د نړيوال شل اوريز جام په خپل د ترسره کولو لپاره دوى پلان باندې کار کوي.

د يادولو ده چې تېره ورځ د اسټراليا د لوبو وزير رچرډ کال بېک ويلي و، چې هغوى به د ټاکلي وخت سره سم نړيوال شل اوريز جام په اسټراليا کې ترسره کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي و، چې وضعيت ښه کېږي او د نړيوال جام ترسره کېدو ته هيله من دى، هغه ويلي و چې يو شمېر تماشچيانو ته به هم اجازه ورکړل شي چې لوبغالو ته لاړ شي.

د يادولو ده چې نړيوال شل اوريز جام سږکال په اسټراليا کې ترسره کېږي چې د اکتوبر په ١٨مه به پيل شي او د نومبر تر ١٥مې به دوام وکړي، په دې کې به ١٦ لوبډلې ګډون کوي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد لطیف وايي، که چېرته د پاکستان سوپر …