کورپاڼه / خبرونه / د کورونا له ويرې هند له سريلانکا سره لوبې لغوه کړې
سريلانکا او هند

د کورونا له ويرې هند له سريلانکا سره لوبې لغوه کړې

د کورونا ويروس ناروغۍ له ويرې د هند کرکټ بورډ له سريلانکا سره خپلې راتلونکې سيالۍ لغوه اعلان کړې.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند کرکټ بورډ سريلانکا ته د خپلې لوبډلې سفر لغوه کړ. د هند کرکټ بورډ وايي چې په اوسني حالت کې تګ ښه نه دى، ځکه موږ ته د لوبغاړو روغتيا لومړيتوب لري.

د هند کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې دوى له سريلانکا سره په خپلو ژمنو ولاړ دي او په بل سم وخت کې به د دوى لوبډله د هند سفر وکړي.

همدا راز د سريلانکا کرکټ بورډ هم دا خبره منلې ده او ويلي يې دي چې د هند کرکټ بورډ ورته په يو خط کې ويلي دي، چې په اوسني وخت کې نه شي کولاى چې لوبډله سريلانکا ته ولېږي.

د يادولو وړ ده چې د هند او سريلانکا لوبډلو ترمنځ په روانه مياشت کې درې يو ورځنۍ او درې شل اوريزې لوبې په سريلانکا کې ترسره کېدونکې وې.

د هند کرکټ بورډ وايي، چې تراوسه پورې د دوى لوبغاړو تمرينات هم نه دي پيل کړي، د کرکټ لوبو د بيا پيلولو لپاره دوى حکومت او د روغتيا ادارو پر لارښوونو عمل کوي.

ياده دې وي چې څو ورځې مخکې د ويسټ انډيز ملي لوبډله انګلستان ته لاړه، په ګرځبندېز کې له نرمښت وروسته د ويسټ انډيز لوبډله لومړنۍ لوبډله ده چې بل هېواد ته د لوبو لپاره لاړه. ويسټ انډيز به درې اونۍ کرنټين وي او په دغه مهال کې به تمرينات هم ترسره کوي چې له هغه وروسته به د ٣ ټېسټ سياليو لوبلړۍ د جولاى په ٨مه پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: د ميليون جام تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې د ميليون جام ليګ تنظيموونکي …