کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د انګلستان سره لوبو لپاره د لوبغاړو ٢٩ کسيزه نوملړ اعلان کړ
بابر اعظم او اظهر علي

پاکستان د انګلستان سره لوبو لپاره د لوبغاړو ٢٩ کسيزه نوملړ اعلان کړ

د پاکستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د انګلستان پر وړاندې د ټېسټ او شل اوريزو لوبو لپاره د ٢٩ کسيز لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دې نوملړ کې اظهر علي د ټېسټ سياليو لوبډلمشر دى او بابر اعظم بيا د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر او د ټېسټ سياليو مرستيال لوبډلمشر دى.

په ٢٩ کسيزه نوملړ کې اظهر علي، بابر اعظم، عابد علي، فخر زمان، امام الحق، شان مسعود، اسد شفيق، فواد عالم، حېدر علي، افتخار احمد، خوشدل شاه، محمد حفيظ، شعېب ملک، محمد رضوان، سرفراز احمد، فهيم اشرف، حارث روف، عمران خان، محمد عباس، محمد حسنېن، نسيم شاه، شاهين شاه اپريدى، سهېل خان، عثمان شينواري، وهاب رياض، عماد وسيم، کاشف بټي، شاداب خان او ياسر شاه شامل دي.

پاکستان ټېسټ او شل اوريزو لوبغاړو نوملړ

د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر سرفراز احمد هم د انګلستان سياليو ته اخيستل شوى دى او همدا راز حېدر علي او کاشف بټي په نوم دوه ځوان لوبغاړي هم په دې نوملړ کې شامل شوي دي، چې له دې مخکې يې په نړيوالو لوبو کې ګډون نه دى کړى.

د پاکستان او انګلستان ملي لوبډلو ترمنځ په اګست او سپتمبر مياشتو کې ٣ ټېسټ سيالۍ او ٣ نړيوالې شل اوريزې سيالۍ په انګلستان کې ترسره کېږي.

پاکستاني لوبغاړو که څه هم په خپل هېواد کې تمرينات پيل کړي و، خو د کورونا ويروس د لا چټکېدو نه وروسته يې ياد تمرينات وځنډول او ويل کېږي چې ښايي پاکستانۍ لوبډله له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې انګلستان ته لاړه شي او خپل تمرينات هم په انګلستان کې ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس نړيوالې وبا تر څه حده کنټرول وروسته په لومړي ځل د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله څو ورځې مخکې انګلستان ته رسېدلې ده، چې هلته به د انګلستان ملي لوبډلې سره د جولاى په ٨مه نېټه د درې ټېسټ لوبو لړۍ پيل کړي.

دا هم ولولئ

محمد رضوان

پاکستاني لوبغاړو کې يوازې محمد رضوان روژه نيولې وه؟

تېره ورځ پاکستان د سويلي افريقا پر وړاندې دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه، …