کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د هند کرکټ بورډ د اى پي ايل ترسره کولو اعلان وکړ
سارو ګنګولي

د هند کرکټ بورډ د اى پي ايل ترسره کولو اعلان وکړ

د هند کرکټ بورډ د نړيوال شل اوريز جام په اړه له پرېکړې مخکې اعلان وکړ، چې دوى د هند تجارتي ليګ ترسره کوي.

د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي وايي، چې د روان کال په وروستيو کې به د هند تجارتي ليګ په تشو مېدانونو کې ترسره کړو. هغه وايي چې د اى پي ايل په تړاو به وروستۍ پرېکړه ژر وکړو.

بل لوري ته د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کمېټې مشر برجېش پټيل وايي، چې دا ستر تجارتي ليګ به د سپتمبر او اکتوبر په مياشتو کې ترسره کړي.

هغه همدا راز دا هم ويلي دي، که چېرته په هند کې کورونا ويروس کنټرول نه شي، نو بايد هند تجارتي ليګ له هند څخه بهر په کوم بل هېواد کې بايد ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د راتلونکي نړيوال شل اوريز په اړه غونډه وکړه، خو کومې پايلې ته ونه رسېدل او وې ويل چې د نړيوال شل اوريز جام د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په اړه به په راتلونکې مياشت کې پرېکړه وکړي.

نړيوال شل اوريز جام په اسټراليا کې پلان شوى دى، چې د اکتوبر په ١٨مه نېټه به پيلېږي او د نومبر تر ١٥مې نېټې پورې به دوام کوي.

د يادولو ده چې د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سږکال د مارچ په ٢٩مه نېټه پيلېدونکى و، خو د کورونا ويروس نړيوالې وبا له امله دغه سيالۍ تر دې مهاله پورې ځنډول شوي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان د ای پي ایل ځنډېدل بدمرغي یاده کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د هند تجارتي لیګ …