کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: يا الله! زما مور ته روغتيا ور په برخه کړه
راشد خان

راشد خان: يا الله! زما مور ته روغتيا ور په برخه کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو ورو توپ اچوونکي راشد خان مور ناروغه ده او هغه له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې د هغې د مور د روغتيا لپاره دې دعاوې وکړي.

راشد خان په خپل ټويټر په يو ټويټ کې ليکلي دي: ((يا الله! زما مور ته روغتيا ور په برخه کړه.)) او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې ده چې د هغې مور ته دې دعاوې وکړي.


خو راشد خان دا نه دي ويلي، چې مور يې څه ناروغي لري.

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي رييس او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير شکر الله عاطف مشعل په ګډون په لسګونو کسان د راشد خان ټويټ ته په ريپلاى کې د هغې مور ته د روغتيا غوښتنه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال په کابل کې په يو مياشتيني تمريناتي کمپ کې پر تمريناتو بوخت دى. څو ورځې مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ٢٢ لوبغاړو تمريناتي کمپ په کابل کې پيل شوى دى، چې يو مياشت به دوام کوي.

کرکټ بورډ وايي، چې دا تمريناتي کمپ يې د راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام لپاره د تيارۍ په موخه په لاره اچولى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

خوستیان د شاپور ځدراڼ په ننګه او د کرکټ بورډ خلاف لاریون کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د میلیون لیګ سیالیو مشر شاپور ځدراڼ …