کورپاڼه / خبرونه / له نړيوال شل اوريز جام مخکې د کرکټ مينه والو لپاره ښه خبر
د کرکټ مينه وال

له نړيوال شل اوريز جام مخکې د کرکټ مينه والو لپاره ښه خبر

د اسټراليا حکومت د نړيوال شل اوريز جام څخه مخکې د کرکټ مينه والو ته د خوشحالۍ زېرى ورکړى دى.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د اسټراليا حکومت ويلي دي چې د جولاى له مياشتې راهيسې به لوبغالو ته د ١٠ زره کسانو په ورتګ اجازه وي، نړيوال شل اوريز جام بيا د سپتمبر او اکتوبر مياشتو کې په اسټراليا کې پلان شوى دى.

د اسټراليا حکومت وايي، په ټولو لوبغالو کې به ټولنيز واټن ساتل کېږي او ٢٥ سلنه مينه وال به وکولاى شي چې لوبغالو ته لاړ شي او له نږدې څخه لوبې وګوري.

د يادولو ده چې له دې مخکې د اسټراليا د لوبو وزير رچرډ کال بېک ويلي و، چې په اسټراليا کې پلان شوى نړيوال شل اوريز جام به په خپل وخت ترسره کوي او هر ډول ترتيبات ورته نيولى شي.

نوموړي رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې وضعيت ډېر په چټکۍ سره ښه کېږي او د نړيوال شل اوريز جام ترسره کولو ته هيله من دى، هغه ويلي و چې په لوبغالو کې به محدود شمېر تماشچيان هم پرېږدي.

نړيوال شل اوريز جام چې سږ کال په اسټراليا کې د اکتوبر له ١٨مې بيا د نومبر تر ١٥مې پورې پلان شوى دى، په دې جام کې به ١٦ لوبډلې ګډون کوي، همدا راز د ٢٠٢١ کال نړيوال شل اوريز جام کوربه بيا هند دى.

ياده دې وي چې اى سي سي د نړيوال شل اوريز جام ترسره کولو يا نه ترسره کولو په اړه خپله پرېکړه ځنډولې ده، د دې جام په اړه د اى سي سي په راروانه غونډه کې پرېکړه کېږي، چې په راتلونکې مياشت کې به دغه غونډه ترسره شي.

دا هم ولولئ

له طلاق وروسته د بیل ګیټس میرمنې لوی ګام پورته کړ

د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکي بیل ګیټس پخوانۍ میرمنې ملینډا د یوې ورځې په بدل کې …