کورپاڼه / خبرونه / هېواد کې د کرکټ بېټونو توليد د پاکستاني بېټونو بازار خراب کړى
بېټونه

هېواد کې د کرکټ بېټونو توليد د پاکستاني بېټونو بازار خراب کړى

په ننګرهار کې د کرکټ بېټونو د توليد فابريکه ښه او معياري بېټونه ولس ته وړاندې کوي، چې د پاکستاني بېټونو بازار يې خراب کړى دى.

د امريکا غږ د يوه راپور په وېنا، د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د کرکټ بېټونو د توليد فابريکې مسوولين وايي، چې دوى د ورځې تر ١٠٠ پورې بېټونو پورې جوړوي، چې د ننګرهار پر ځاى يې لغمان، کونړ او کابل ته هم لېږي، چې د پاکستاني بېټونو بازار يې خراب کړى دى.

د دغه فابريکې مسوول محسن په خپلو خبرو کې وايي، چې د بېټونو د جوړولو په موخه لرګي له غزني ولايت څخه راوړي او ټول کال يې فابريکه فعاله وي، چې د ښو بېټونو جوړولو له امله يې د پاکستاني بېټونو بازار خراب کړى دى.

افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دى چې په ډېر لږ وخت کې په کې د کرکټ سياليو ډېر پرمختګ وکړ او ډېر زيات مينه وال يې پېدا کړل.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله، چې په نړيواله کچه په ډېره لږه موده کې وځلېده او د کرکټ نړيوالې شورا له لوري يې بشپړ غړيتوب هم ترلاسه کړ.

اوس نه يوازې دا چې په افغانستان کې د کرکټ مينه وال بې کچه زيات شوي دي، بلکې هغه خلک چې له دې لوبې سره مينه لري او دا لوبه هره ورځ کوي، هم بې شمېره دي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …