د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر شاهد اپريدي هم په کورونا ويروس ناروغۍ ا خته شوى دى.
شاهد اپريدى چې څو کاله مخکې يې د کرکټ څخه استعفا ورکړې ده، نن سبا په خېريه کارونو کې بوخت دى او د پاکستان بېلا بېلو سيمو ته د خپل خېريه بنسټ له لوري خلکو ته مرستې رسوي.
شاهد اپريدي په خپل ټويټر باندې ليکلي دي، چې د پنجشنبې له ورځې راهيسې يې بدن دردونو نيولى دى او روغتيايي وضعيت يې ښه نه دى. هغه وايي د کورونا ويروس ټېسټ يې کړى دى، خو بدبختانه چې ټېسټ يې مثبت راوتلى دى.
هغه همدا راز له خلکو مينه والو څخه غوښتنه کړې ده، چې د هغه د روغتيا لپاره دې دعاوې وغواړي او وايي چې ځان يې کرنټين کړى دى.
I’ve been feeling unwell since Thursday; my body had been aching badly. I’ve been tested and unfortunately I’m covid positive. Need prayers for a speedy recovery, InshaAllah #COVID19 #pandemic #hopenotout #staysafe #stayhome
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) June 13, 2020
د يادولو وړ ده چې پر شاهد اپريدي دا نيوکې هم کېږي، چې د پاکستان پوځ د دې لپاره رامخې ته کړى دى، تر څو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه پرې ونيسي.
په پاکستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې شاوخوا ١٥٠ زرو ته په نږدې کېدو دي او ويل کېږي چې په دغه هېواد کې هره ورځ د کورونا ويروس مثبتې پېښې په چټکۍ سره ثبتېږي.
همدا راز د پاکستان د پارلمان له ٧٥ زيات غړي او مشهور سياستوال هم کورونا نيولي دي، چې اوس په کورونو کې کرنټين دي.