خپلواک وېبپاڼه (٢٨ سپتمبر ٢٠١٩): په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې نن سهار رايه اچونه پيل شوې ده. په يو شمېر ولايتونو کې د رايې اچونې بهير بيا سهار له ٧ بجې پيل شوى دى، چې تر دې مهاله پورې ډېرو خلکو رايه اچونه هم ترسره کړې ده.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم په ټول هېواد کې په رسمي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رايې اچونې ورکولو د پيلولو خبر ورکړى دى. دوى تر ٨ بجو مخکې د دغه بهير د پيلولو خبر ورکړى دى، چې په ډېرو ولايتونو کې سهار ٧ بجې د رايې اچونې بهير پهير شوى دى.
همدا راز په ډېرو سيمو کې بيا د رايې اچونې بهير ٨ بجې پيل شوى دى، خو ځينو ځايونو کې لا هم خلک د رايې اچونې په تمه ولاړ دي او دغه بهير لا نه دى پيل شوى.
د بي بي سي پښتو خبريال شفيق الله شفق په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې سهار تر ٦ بجو مخکې بهر په څه کار پسې راوتى و، خو وې ليدل چې ځينې خلک ان همغه مهال هم د رايې اچونې مرکز مخې ته ولاړ و. هغه ليکلي دي، چې هېڅوک هم د دې په کيسه کې نه دي چې امنيت به خراب وي.
د کورنيو چارو وزارت نن سهار وختي خبر ورکړى و، چې د کابل په ګډون په ټول هېواد کې يې امنيتي ګزمې ترسره کړې دي او د ټاکنو لپاره يې ډاډمنه فضا رامنځ ته کړې ده. هغوى له خلکو غوښتنه کړې وه چې مرکزونو ته دې لاړ شي او خپلې رايې دې خپلې خوښو نوماندانو ته واچوي.