کورپاڼه / خبرونه / له نیوکو وروسته افتاب عالم او نجیب ترکی تمریناتي کمپ سره یو ځای کړل شو

له نیوکو وروسته افتاب عالم او نجیب ترکی تمریناتي کمپ سره یو ځای کړل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د خلکو له نیوکو وروسته افتاب عالم او نجیب ترکی هم د کابل یو میاشتیني تمریناتي کمپ ته وبلل.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې څو ورځې مخکې ۲۲ لوبغاړي په کابل کې د یو میاشتيني کمپ لپاره انتخاب کړي و، چې د اوږد ګرځبندېز څخه وروسته يې تمرینات پيل کړل.

خو په دغه لوبغاړو کې د افتاب عالم او نجیب ترکي نه شتون له امله د کرکټ مینه والو پر کرکټ بورډ نیوکې وکړې، چې ولې نه دي اخیستل شوي.

د چټک توپ اچوونکي افتاب همدا راز یو کلن بندېز هم پای ته رسېدلی، خو نه يې کرکټ بورډ رسما په اړه څه ویلي او نه دغه تمریناتي کمپ ته اخیستل شوی و.

خو د کرکټ مینه والو له نیوکو وروسته، د تمریناتي کمپ څو ورځې تېرې شوې دي، چې افتاب عالم او نجیب ترکی له کمپ سره یو ځای شوي دي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې د غوراوي کمېټې غړي رییس احمدزي هم د انډي مولز او اصغر افغان سره د اختلاف له امله استعفا ورکړې.

ویل کېږي، د دوی ترمنځ اختلاف د لوبغاړو په سر راغلی و.

سرچینې وايي، چې دغه کمپ ته ټول لوبغاړي د اصغر افغان په خوښه انتخاب شوي و، چې د غوراوي کمېټې غړي هم ترې ناخبره و.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …