کورپاڼه / ولسمشريزو ټاکنو ته (رايه اچونه) په سوله ييزه فضا کې پيل شوې
دولت وزيري

ولسمشريزو ټاکنو ته (رايه اچونه) په سوله ييزه فضا کې پيل شوې

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ سپتمبر ٢٠١٩): په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې نن سهار رايه اچونه پيل شوې ده. په يو شمېر ولايتونو کې د رايې اچونې بهير بيا سهار له ٧ بجې پيل شوى دى، چې تر دې مهاله پورې ډېرو خلکو رايه اچونه هم ترسره کړې ده.ننګرهار

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم په ټول هېواد کې په رسمي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رايې اچونې ورکولو د پيلولو خبر ورکړى دى. دوى تر ٨ بجو مخکې د دغه بهير د پيلولو خبر ورکړى دى، چې په ډېرو ولايتونو کې سهار ٧ بجې د رايې اچونې بهير پهير شوى دى.ټاکنو کميسيون

همدا راز په ډېرو سيمو کې بيا د رايې اچونې بهير ٨ بجې پيل شوى دى، خو ځينو ځايونو کې لا هم خلک د رايې اچونې په تمه ولاړ دي او دغه بهير لا نه دى پيل شوى.خوست

د بي بي سي پښتو خبريال شفيق الله شفق په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې سهار تر ٦ بجو مخکې بهر په څه کار پسې راوتى و، خو وې ليدل چې ځينې خلک ان همغه مهال هم د رايې اچونې مرکز مخې ته ولاړ و. هغه ليکلي دي، چې هېڅوک هم د دې په کيسه کې نه دي چې امنيت به خراب وي.جلال اباد

د کورنيو چارو وزارت نن سهار وختي خبر ورکړى و، چې د کابل په ګډون په ټول هېواد کې يې امنيتي ګزمې ترسره کړې دي او د ټاکنو لپاره يې ډاډمنه فضا رامنځ ته کړې ده. هغوى له خلکو غوښتنه کړې وه چې مرکزونو ته دې لاړ شي او خپلې رايې دې خپلې خوښو نوماندانو ته واچوي.پکتيا

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز د مس عينک لوبډله اتلولۍ ته ورسوله

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو ولايتي سياليو په پايلوبه کې رحمان الله …