کورپاڼه / د لوبو راپورونه / دوه کاله مخکې، په نن ورځ افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه وکړه
راشد خان

دوه کاله مخکې، په نن ورځ افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه وکړه

له نن څخه دوه کاله مخکې، په ٢٠١٨ کال کې نن ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يوه ستره او تاريخي ورځ وه، ځکه افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو وروسته په لومړي ځل خپله لومړۍ ټېسټ لوبه له هند سره ترسره کړه.

د افغانستان او هند ترمنځ ټېسټ لوبه د ٢٠١٨ کال د جون په ١٤مه نېټه پيل شوه او تر ١٥مې نېټې پورې يې دوام وکړ.

که څه هم افغانستان په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې ښه لوبه ونه شوه کولاى، خو د ټېسټ لوبو پيل يې وشو، چې دا د افغان لوبډلې لپاره يو ستر او تاريخي پيل و.

په دغه لوبه کې چې په هند کې ترسره شوه، د لوبې پچه هند وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٧٤ منډې وکړې، چې شيکر دهون ١٠٧، مرالي ويجى ١٠٥ او کى ايل راهول ٥٤ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره يمين احمدزي ٣، وفادار مومند او راشد خان ٢-٢، محمد نبي او مجيب الرحمان ١-١ ويکټ واخيسته.

خو په ځواب کې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ١٠٩ او په دويمه پاڼۍ کې ١٠٣ منډې وکړې او د يوې پاڼۍ او ٢٦٢ منډو په توپير يې هند ته خپله لومړۍ لوبه وبايلله.

خو له يادې لوبې څه وخت وروسته افغانستان بيا په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې ايرلېنډ او دريمه ټېسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې او سترې برياوې يې په خپل نوم کړې. همدا راز له ويسټ انډيز سره په لوبه کې يې بيا ماتې وخوړه، چې تر دې مهاله پورې افغانستان ٤ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي چې دوه يې بايللي او دوه يې ګټلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ډي کوک او ايشان کشن

ممبۍ انډينز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د ټرينټ بولټ زبردسته توپ اچونه او د ايشان کشن او کوانټين ډي کوک د …