کورپاڼه / خبرونه / ملي لوبغاړي حميد حسن له مينه والو د دعا غوښتنه کړې
حميد حسن

ملي لوبغاړي حميد حسن له مينه والو د دعا غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي حميد حسن له خپلو دوستانو او مينه والو څخه غوښتنه کړې ده چې د هغه د پلار د روغتيا لپاره دې دعاوې وکړي.

حميد حسن په خپله فېسبوکپاڼه په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې په پلار يې د زړه حمله راغلې ده. هغه همدا راز له خپلو مينه والو غوښتنه کړې ده چې د هغه پلار دې په خپلو دعاګانو کې ياد وساتي.

حميد حسن چې د ملي لوبډلې يو له نه هېرېدونکو ستورو څخه دى، له نړيوالو يو ورځنيو سياليو يې استعفا ورکړې ده خو له نړيوالو شل اوريزو لوبو څخه يې تر دې مهاله پورې استعفا نه ده کړې.

هغه چې په تېر ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې هم ولوبېده، له پاکستان سره تر لوبې وروسته يې اعلان وکړ، چې نور به په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ګډون ونه کړي.

حميد حسن چې د ټپونو له امله يې ونه شول کولاى چې د نورو لوبغاړو په څېر ډېرې لوبې وکړي، په نړيوال جام کې هم د ټپونو له امله د ځينو لوبو په منځ کې له لوبې بهر شوى و.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ راشد خان هم په خپل يو ټويټ کې ليکلي و، چې مور يې ناروغه ده او له مينه والو څخه يې غوښتنه کړې وه چې د هغه مور ته دې دعاوې وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …