کورپاڼه / خبرونه / ګوتم ګمبير: د لوبډلمشر په حېث ويراټ کوهلي لاسته راوړنه نه لري
ويراټ کوهلي او ګوتم ګمبير

ګوتم ګمبير: د لوبډلمشر په حېث ويراټ کوهلي لاسته راوړنه نه لري

په اوسني وخت کې د ويراټ کوهلي په لوبډلمشرۍ کې د هند کرکټ ملي لوبډله يو له غوره او ښو لوبډلو څخه ده، په دې کې هېڅ شک نشته چې د ويراټ کوهلي په مشرۍ د هند کرکټ ملي لوبډله ډېره ښه روانه ده او په خپله ويراټ کوهلي هم يو له غوره توپوهونکو څخه دى، خو د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې هند هېڅ کوم لوى جام نه دى ګټلى.

د ٢٠١٩ کال د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې تر ماتې وروسته پر ويراټ کوهلي دا نيوکې بيا زياتې شوې، چې هغه په خپله لوبډلمشرۍ کې هېڅ لوى جام نه دى ګټلى.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى توپوهونکى ګوتم ګمبير د ويراټ کوهلي د لوبډلمشرۍ په اړه غږېدلى دى، هغه وايي چې ويراټ کوهلي د لوبډلمشر په حېث کومه لاسته راوړنه نه لري.

هغه وايي، که حقيقت ووايو، ويراټ کوهلي د يو لوبډلمشر په حېث د هند لپاره کومه لاسته راوړنه نه لري، ځکه هغه کوم ستر جام نه دى ګټلى او هغه ته د ترلاسه کولو لپاره لا هم ډېر څه پاتې دي.

ګوتم ګمبير چې د ٢٠٠٧ کال نړيوال شل اوريز جام په پايلوبه کې يې ٧٥ منډې وکړې او هند يې د پاکستان پر وړاندې بريا ته ورساوه، همدا راز په ٢٠١١ نړيوال جام پايلوبه کې يې بيا د سريلانکا پر وړاندې ٩٧ منډې وکړې او هند يې اتلولۍ ته ورساوه.

په ٢٠١١ نړيوال جام کې ويراټ کوهلي هم د هند لوبډله کې و، چې وروسته يې د ٢٠١٣ چيمپين ټرافي پايلوبه کې يې ښه رول هم ترسره کړ، خو هغه مهال مهيندرا سينګ دهوني د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و او په ٢٠١٧ کال کې د چيمپين ټرافي کې چې ويراټ کوهلي لوبډلمشر و هند پاکستان ته لوبه وبايلله.

ګوتم ګمبير وايي، چې په خپله د ښې لوبې تر څنګ بايد يو لوبډلمشر په خپل کيرير کې د اى سي سي ستر جامونه هم وګټي او ويراټ کوهلي ته لا ډېر څه پاتې دي چې بايد هغه يې ترلاسه کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …