کورپاڼه / ريکارډونه / هغه ويکټ ساتونکي توپوهونکي چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړي
رحمان الله ګربز برېنډن مککالم او محمد شهزاد

هغه ويکټ ساتونکي توپوهونکي چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړي

د کرکټ په لوبو کې که توپوهونکي، توپ اچونکي او الراونډران ډېر وي، خو ويکټ ساتونکى بيا هره لوبډله يوازې يو کس لري او دوى نه يوازې دا چې ويکټ ساتنه کوي، بلکې دا ويکټ ساتونکي د دې تر څنګ بايد ښه توپوهونکي هم وي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د افغانستان دوه ويکټ ساتونکي محمد شهزاد او رحمان الله ګربز بيا دا وياړ هم لري، چې د نورو لوبغاړو په څېر يې په يوه لوبه کې زياتې منډې هم ترلاسه کړې دي.

د نيوزيلېنډ برېنډن مککالم هغه ويکټ ساتونکى او توپوهونکى دى چې په يوه لوبه کې يې تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي د بنګله دېش پر وړاندې د ٢٠١٢ کال د سپتمبر په ٢١مه نېټه په پاليکيلي کې په ٥٨ توپونو ١٢٣ منډې وکړې او د ويکټ ساتونکي په حېث دا تر ټولو زياتې منډې دي.

له نوموړي وروسته د افغانستان چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد راځي. نوموړي د ويکټ ساتونکي په حېث د زمبابوې پر وړاندې د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په ١٠مه نېټه په شارجه کې په ٦٧ توپونو ١١٨ ناسوځېدلې منډې وکړې او د ويکټ ساتونکي توپوهونکي په حېث يې دويمې زياتې منډې ترلاسه کړې.

د سويلي افريقا مورن وانويک بيا د ويسټ انډيز پر وړاندې ١١٤ ناسوځېدلې، د سربيا ليسلي دونبر د بلغاريا پر وړاندې ١٠٤ ناسوځېدلې، برينډن مککالم د هند پر وړاندې ٩١، د پاکستان سرفراز احمد د سکاټلېنډ پر وړاندې ٨٩ ناسوځېدلې، د نيوزيلېنډ ټيم سيفرټ د هند پر وړاندې ٨٤، برينډن مککالم د زمبابوې پر وړاندې ٨١ ناسوځېدلې، محمد شهزاد د عمان پر وړاندې ٨٠، کوانټين ډي کوک د هند پر وړاندې ٧٩ ناسوځېدلې او د افغانستان ځوان او چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز بيا د ويسټ انډيز پر وړاندې ٧٩ منډې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کولين مونرو، يوراج سينګ او شاى هوپ

هغه ٥ توپوهونکي؛ چې نړيوالو شل اوريزو سياليو کې يې چټکې پنځوسيزې وهلي

له کله راهيسې چې په کرکټ کې شل اوريزې سيالۍ پيل شوې دي، له هماغه …