کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هڅول شوي تر څو کرکټ بورډ کې د بدلون لپاره ارګ ته لاړ شي
افغانستان کرکټ بورډ

د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هڅول شوي تر څو کرکټ بورډ کې د بدلون لپاره ارګ ته لاړ شي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي هڅول شوي دي تر څو ارګ ته لاړ شي او د کرکټ بورډ د مشرتابه د بدلون لپاره خپل غږ پورته کړي.

د امريکا غږ خبريال جعفر هاند وايي، چې هغه ته د کرکټ بورډ څو کسانو، چې په دې قضيه کې شامل دي، دا خبره کړې ده.

نوموړى ليکي، چې ځينو اوسنيو او مخکنيو چارواکو د کرکټ بورډ يو شمېر لوبغاړي، په ځانګړې توګه ځوان لوبغاړي هڅولي دي چې ارګ ته لاړ شي او ولسمشر ته دستخطونه وکړي چې د کرکټ بورډ مشرتابه کې بدلون راولي.

نوموړى وايي، چې کرکټ بورډ کې خودغرضه کسان لوبغاړو سره وعدې کوي، که دوى واک ته ورسېدل نو په لوبډله کې به چانس ورکوي. هغه وايي چې کرکټ دغه کسانو د خپلو ګټو لپاره خراب کړى دى.

هغه وايي، دا خلک د خلکو د ګمارنو، لوړو معاشونو، چکرو او نورو چارو لپاره دا ملي ارزښت له خاورو سره خاورې کړ.

که څه هم جعفر هاند په واضحه توګه د چا نوم نه دى ليکلى، خو خپلواک ته ځينو سرچينو ويلي دي، چې د کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي او اجراييه رييس لطف الله ستانکزي ترمنځ له ډېر وخت راهيسې اړيکې ښې نه دي.

دغه سرچينه وايي، چې لطف الله ستانکزى او عاطف مشعل غواړي چې فرهان يوسفزى له رياست ليرې کړي او د هغه پر ځاى خپل کس راولي، همدا راز فرهان يوسفزى بيا په دې هڅه کې دى چې لطف الله ستانکزى ليرې او د هغه پر ځاى خپل کس راولي.

دغه سرچينه زياتوي، چې فرهان يوسفزي دوه کسان د اجراييه رياست لپاره کتلي هم دي، خو تر دې مهاله پورې په دې نه دى توانېدلى چې لطف الله ستانکزى ليرې کړي.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …