کورپاڼه / خبرونه / د اسټراليا کرکټ بورډ مشر: سږکال د نړيوال شل اوريز جام ترسره کېدل له حقيقته ليرې ښکاري
ايرل ايډنګز

د اسټراليا کرکټ بورډ مشر: سږکال د نړيوال شل اوريز جام ترسره کېدل له حقيقته ليرې ښکاري

د اسټراليا کرکټ بورډ عمومي مشر د کورونا ويروس ناروغۍ له امله اندېښنه ښکاره کړې ده چې سږکال د نړيوال شل اوريز جام په اسټراليا کې ترسره کېدل له حقيقت څخه ليرې ښکاري.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د اسټراليا کرکټ بورډ عمومي رييس ايرل ايډنګز وايي، چې د کورونا له امله د نړيوال شل اوريز جام ترسره کېدل له حقيقت ليرې ښکاري.

هغه وايي، چې د نړيوال شل اوريز جام کوربه توب سږکال اسټراليا کوي، خو د دې جام د ترسره کولو يا نه ترسره کولو په اړه تراوسه پورې وروستى اعلان نه دى شوى.

ايرل ايډنګز وايي، چې په دې جام کې ١٦ لوبډلې ګډون کوي او دا ټولې لوبډلې اسټراليا ته راوستل ډېر ګران کار دى، ځکه په ډېرى هېوادونو کې کورونا ويروس اوس هم له کنټرول وتلى دى.

د يادولو ده چې د سږکال نړيوال شل اوريز جام کوربه توب اسټراليا کوي او دا جام د اکتوبر له ١٨مې څخه د نومبر تر ١٥مې پورې په اسټراليا کې پلان شوى دى.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …