کورپاڼه / خبرونه / فرهان: د کرکټ مافيا له منځه وړم او د پخوانيو چارواکو دوسيې څېړم
فرهان يوسفزی

فرهان: د کرکټ مافيا له منځه وړم او د پخوانيو چارواکو دوسيې څېړم

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې د کرکټ مافيا د له منځه وړلو او ګوښه کولو، د منحوسو کړيو ليرې کولو او د پخوانيو چارواکو د دوسيې څېړلو ته يې لومړيتوب ورکړى دى.

فرهان يوسفزي په خپل ټويټر په پرلپسې څو ټويټونو کې څرګنده کړې ده، چې له کله راهيسې د کرکټ بورډ عمومي رييس ټاکل شوى دى، نو له هماغه وخت راهيسې يې د کرکټ مافيا او ځينو پخوانيو چارواکو مخالفت پيل کړى دى.

هغه وايي، چې داسې څوک نه دى چې کرکټ بورډ ته د پېسو ګټلو يا ځان شتمن کولو لپاره راغلى دى. نوموړى وايي چې د کرکټ بورډ د ودې او د روڼ مالي سيسټم پر رامنځته کولو، د ملي لوبډلې واحد غږ اوچتولو او ځوانې لوبډلې رامېدان ته کولو او د لوبغاړو پر ډسپلين، تکړښت او کارکردګۍ او اتحاد يې تمرکز کړى دى.

فرهان يوسفزى په ټويټر کې ليکي، چې په کرکټ بورډ کې د اصلاحاتو په رامنځته کېدو سره د يو شمېر هغه کړيو چې په اداره کې دننه او بهر دي، ګټې يې په خطر کې دي.

هغه ليکي، چې دې کسانو ته د بهرنيو هېوادونو څخه اېجنډا ورکول کېږي تر څو د افغانستان کرکټ بدنامه کړي، چې دا له افغانستان سره ستر خيانت دى.

فرهان يوسفزى وايي، چې اوسمهال په کرکټ بورډ کې هر څه سم روان دي، خو دا کړۍ غواړي چې کرکټ بورډ ته بيا راشي او د همدې لپاره يې هڅې پيل کړې دي. هغه وايي چې دا کړۍ به بدنامېږي او د ادارې د اصولو له مخې به مجازات کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ نوموتي خبريال جعفر هاند ويلي و، چې په کرکټ بورډ کې ځينو کسانو د ملي لوبډلې لوبغاړي هڅولي دي تر څو ارګ ته لاړ شي، ولسمشر ته دستخطې وکړي تر څو دا کرکټ بورډ په مشرتابه کې بدلون راولي.

بل لوري ته ويل کېږي چې له درې مياشتو زيات وخت کېږي فرهان يوسفزى کرکټ بورډ ته نه دى تللى. همدا راز ځينې سرچينې دا هم وايي، چې له څه مودې راهيسې د فرهان يوسفزي او اجراييه رييس لطف الله ستانکزي ترمنځ اړيکې خرابې شوې دي او دواړه هڅه کې چې د خپلو اړيکو په مرسته يو بل له دندو ليرې کړي او پر ځاى يې خپل کسان راولي.

همدا راز په کرکټ بورډ دا نيوکې هم کېږي، چې ډېرى داسې کسان په دندو ګمارل شوي دي چې هېڅ استعداد او وړتيا نه لري، خو د هغوى لپاره بيا په کار پوه خلک له دندو ليرې شوې دي.

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې امله لغوه کړه، چې لوبغاړی د هغه مناسب نه دی

د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور لوبغاړي احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي له دې …