کورپاڼه / خبرونه / فخر زمان: په ځان ډېر باور مې پرفارمنس خراب کړ
فخر زمان

فخر زمان: په ځان ډېر باور مې پرفارمنس خراب کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د پيل توپوهونکى فخر زمان وايي، چې پر ځان يې له حده ډېر باور درلود، چې دې چارې د هغه پرفارمنس خراب کړ، خو د ګرځبندېز پر مهال يې پر ځان خواري کړې ده او د انګلستان پر وړاندې به د ښې لوبې ترسره کولو هڅه وکړي.

فخر زمان يوې خبري ناستې ته وويل، چې ٢٠١٨ کال زما لپاره ډېر ښه و، خو په ٢٠١٩ کال کې چې له ما څخه څومره هيلې وې، هغه مې ونه شول کولاى چې پوره يې کړم، که څه هم ما خواري کړې وه، خو بريالى نه شوم.

هغه همدا راز زياتوي، ما اوس په خپلو تېروتنو باندې ډېر کار کړى دى او په راتلونکو سياليو کې به د ښې لوبې ترسره کولو هڅه وکړم.

فخر زمان وايي، چې په جولاى او اګست مياشتو کې د انګلستان ويکټې د توپوهونکو لپاره ډېرې ښې وي، ځکه هلته ګرمي ډېره وي.

هغه دا هم وويل، چې د کورونا له امله د کرکټ نړيوالې شورا له لوري نوي لګول شوي اصولو څخه به د ګټې ترلاسه کولو هڅه وکړي. هغه وايي که دا اصول ورته ګټور شو نو د توپوهونکي په حېث به ورته ډېر خوشحاله وي.

فخر زمان وايي چې ټول پروفېشنل لوبغاړي دي او د توپ د ځلولو لپاره به يو نه يو لار پېدا کوي، دا نوي اصول به په کرکټ کې ځانګړى بدلون رانه ولي، خو د خوشحالۍ خبره دا ده چې کرکټ يو ځل بيا پيلېږي.

هغه وايي، که هر څومره لوى توپوهونکى شې خو بايد تخنيکي لوبې وکړې. نوموړى وايي چې په خپله ذهني وړتيا يې ډېر کار کړى دى او په خپله توپوهنه کې يې ډېر بدلون راوستى دى.

د يادولو وړ ده چې د ويسټ انډيز لوبډله انګلستان ته تللې ده چې هلته به د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ٣ ټېسټ لوبو لوبلړۍ د جولاى په ٨مه نېټه پيل شي، له هغه وروسته بيا انګلستان د پاکستان لوبډلې سره ٣ ټېسټ سيالۍ او ٣ نړيوالې شل اوريزې سيالۍ هم ترسره کوي چې پاکستان ورته ٢٩ کسيزه نوملړ اعلان کړى دى او ښايي په جولاى مياشت کې د پاکستان لوبډله انګلستان ته لاړه شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …