د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وايي چې سږکال د اسیا جام فاینل ته ځان رسوو او امکان شته چې اسیا جام هم وګټو.
د افغان لوبډلې ۲۴ لوبغاړو په کابل کې یوه اونۍ مخکې یو میاشتینی تمریناتي کمپ پيل کړی دی.
کرکټ بورډ وايي، چې په دې تمریناتي کمپ کې د لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه او تکړښت کار کېږي، تر څو اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام ته لوبغاړي چمتو شي.
کرکټ بورډ تازه د اصغر افغان یوه مرکه خپره کړې ده، چې نوموړي پکې ويلي دي، سږ کال به د اسیا جام پایلوبې ته ځان رسوي او کېدای شي جام هم وګټي.
هغه همدا راز وايي، چې د افغانستان سپینران په ټوله نړۍ کې مشهور دي او په اسیا جام کې به ښه ولوبېږي او لوبډلو ته به ماتې ورکړي.
نوموړی د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې دوی په کابل کې د ۲۴ لوبغاړو تمریناتي کمپ پیل کړی او ډېر ښه روان دی.
هغه زیاتوي، چې دوی مخکې پلان درلود چې د ۴۰ لوبغاړو کمپ به پیلوي، خو په اوسنیو شرایطو کې د دومره ډېرو لوبغاړو کمپ جوړول ممکن نه دی.
په کابل کې دا تمریناتي کمپ داسې مهال پیل شوی، چې هېڅ بهرنی روزونکی له ملي لوبډلې سره نشته دی.
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي حضرت الله ځاځي هم ویلي و، چې دوی به سږکال د اسیا جام نیمه پایلوبې ته ځان رسوي، ځکه افغان لوبډله په اسیا کې قوي لوبډله ده.