کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ نوې بڼه؛ اوس به د ٣ لوبډلو ترمنځ لوبه کېږي
ډيويليرز، کوانټين او رباډا

د کرکټ نوې بڼه؛ اوس به د ٣ لوبډلو ترمنځ لوبه کېږي

د شل اوريزې، سوپر سيکسز، دي هنډرد او لس اوريزه ليګ نه وروسته په کرکټ کې د لوبې يوه نوې بڼه هم زياته شوې ده.

د سولي افريقا کرکټ بورډ د تهري ټي سي بڼه، يعنې تهري ټيم کرکټ بڼه وړاندې کړې ده، چې په دې کې به د دوه لوبډلو پر ځاى درې لوبډلې په يوه لوبه کې ګډون کوي او هره لوبډله به اته اته لوبغاړي لري.

د سويلي افريقا کرکټ بورډ په وېنا، د دې بڼې لومړۍ لوبه به د جون په ٢٧مه نېټه د اې بي ډيويليرز، کاګيسو رباډا او کوانټين ډي کوک په لوبډلمشرۍ د درې لوبډلو ترمنځ ترسره شي. په دې لوبه کې به د سويلي افريقا ٢٤ لوبغاړي ګډون کوي، دا به ٣٦ اوره لوبه وي، چې ١٨ اورونه به په لومړۍ نيمايي کې او ١٨ اورونه به په دويمه برخه کې ترسره کېږي.

د کرکټ نوې بڼه

هره لوبډله به اته اته لوبغاړي لري او ١٢ اورونه توپوهنه به ترسره کوي. له ١٢ اورونو څخه به ٦ اورونه په لومړۍ برخه کې ترسره کوي او پاتې ٦ اورونه به په دويمه برخه کې د بلې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

که چېرته د يوې لوبډلې ٧ لوبغاړي وسوځېدل، نو اتم لوبغاړى به يوازې توپوهنه کوي، خو هغه به يوازې څلوريزې، شپږيزې او دوه منډې ترلاسه کوي.

په لوبه کې به لوبډلې په درې پوزيشنو کې وي، د توپوهنې برخه، د توپ اچونې برخه او ډګ اوټ برخه. په لومړۍ برخه کې به کومه لوبډله کومه دنده ترسره کوي، د دې لپاره به پچه اچول کېږي او په دويمه برخه کې به بيا د لومړۍ برخې د منډو ترلاسه کولو په حساب هره لوبډله خپل پوزيشن معلوموي.

په دې لوبه کې به هرې لوبډلې ته مډالونه ورکول کېږي، خو که چېرته د دوه لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه، نو هغوى به بيا سوپر اور ترسره کوي او که چېرته د درې واړه لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه، نو بيا به درې واړه لوبډلې د طلا مډال ترلاسه کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر …