کورپاڼه / د لوبو راپورونه / تېر کال دا ورځ؛ انګلستان په افغانستان ريکارډونه جوړ کړل
راشد خان او ايون مورګن

تېر کال دا ورځ؛ انګلستان په افغانستان ريکارډونه جوړ کړل

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې نن ورځ (د جون ١٨مه) افغانستان له انګلستان سره په مانچسټر کې لوبه ترسره کړه، چې انګلستان پر افغان لوبډلې يو شمېر ريکارډونه جوړ کړل.

په دغه لوبه کې د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر ايون مورګن چټکه توپوهنه ترسره کړه او په افغان لوبغاړو يې سرونه وګرځول.

انګلستان لومړى توپوهنه ترسره کړه او د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يې ٣٩٧ منډې وکړې، چې افغان لوبډلې ته يې ٣٩٨ منډې هدف وټاکه، افغان لوبډلې په ځواب کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٧ منډې وکړې او په ١٥٠ منډو يې ماتې وخوړه.

د انګلستان لپاره ايون مورګن ١٤٨، جوني بيريسټو ٩٠ او جو روټ ٨٨ منډې وکړې، دولت ځدراڼ او ګلبدين نايب ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له لوري حشمت الله شهيدي ٧٦، رحمت شاه ٤٦ او اصغر افغان ٤٤ منډې وکړې، جوفرا ارچر او عبدالرشيد ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

په دغه لوبه کې مورګن ١٧ شپږيزې ووهلې، چې دا د يو توپوهونکي له لوري په يوه يو ورځنۍ لوبه کې تر ټولو زياتې شپږيزې وې او نوموړى دا ريکارډ پر افغان لوبډلې جوړ کړ.

همدا راز انګلستان بيا په ټوله لوبه کې ٢٥ شپږيزې ووهلې، چې دا د يوې لوبډلې له لوري په يوه يو ورځنۍ لوبه کې تر ټولو زياتې منډې وې، مخکې ويسټ انډيز د ٢٤ شپږيزو ريکارډ درلود.

راشد خان بيا هغه توپ اچونکى شو چې په يوه يو ورځنۍ لوبه کې پرې تر ټولو زياتې ١١ شپږيزې ووهلې شوې، همدا راز ١٩٩٩ څخه وروسته په نړيواله لوبه کې لومړى ځل و چې په يو توپ اچونکي ١١ شپږيزې ووهل شوې.

مورګن په ٥٧ توپونو باندې سليزه ووهله، دا په نړيوال جامونو کې څلورمه چټکه سليزه وه.

راشد خان په يوه يو ورځنۍ لوبه کې ١١٠ منډې ورکړې، دا په نړيوال جام کې د يو توپ اچونکي له لوري تر ټولو زياتې منډې دي چې په يوه لوبه کې يې ١١٠ منډې ورکړي دي.

په دې لوبه کې د راشد خان اکانومي ١٢.٢٢ وه، دا تر ټولو بېکاره اکانومي وه چې ٩ اورونه يې په يو ورځنۍ لوبه کې ترسره کړي و.

مورګن يوازې په راشد خان باندې ٧ شپږيزې ووهلې، دا د يو توپوهونکي له لوري پر يو توپ اچونکي تر ټولو زياتې شپږيزې دي.

انګلستان په نړيوال جامونو تر ټولو زياتې ٣٩٧ منډې وکړې.

دا لوبه نو نه يوازې دا چې د افغانستان لپاره يوه تاريخي لوبه وه، بلکې انګلستان هم سخت ريکارډونه پر افغان لوبډلې جوړ کړل او تاريخ کې يې ثبت کړل.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

چینای سوپر کینګز لوبډلې خپله ۷مه لوبه هم بایلوده

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۷مه لوبه کې راجستان …