کورپاڼه / خبرونه / ولسمشر غني د کرکټ بورډ عمومي رييس ته يوه اونۍ وخت ورکړى
فرهان يوسفزى او اشرف غني

ولسمشر غني د کرکټ بورډ عمومي رييس ته يوه اونۍ وخت ورکړى

ولسمشر غني د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي ته يوه اونۍ وخت ورکړى، چې ځان دې هېواد ته راورسوي او له هغه سره دې نږدې نه وګوري.

فرهان يوسفزى چې له شاوخوا درې يا څلور مياشتو راهيسې له هېواده بهر دى او له انلاين لارې د کرکټ بورډ چارې څاري، ولسمشر غني ورته هېواد ته د راتګ امر کړى.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې ولسمشر غني د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي ته يوه اونۍ وخت ورکړى دى چې هېواد ته دې راستون شي.

فرهان يوسفزى ته شاوخوا درې ورځې مخکې د ولسمشر غني له لوري دا امر شوى دى او هغه بايد په راتلونکو څلور ورځو کې دننه هېواد ته ځان راورسوي او له ولسمشر غني سره وويني.

بل لوري ته ځينو سرچينو دا هم ويلي دي، چې څلور کسان په دې هڅه کې دي چې د کرکټ بورډ عمومي رياست ترلاسه کړي، دا کسان هر يو تر شا يې ډله لري او د ځينو کسانو تر شا خو بيا د کرکټ بورډ ځينې پخواني او اوسني چارواکي او د کرکټ ملي لوبغاړي هم ولاړ دي.

دا سرچينې وايي، چې دوى هره ورځ په ارګ کې له چارواکو سره ناستې کوي او هر يو يې په دې هڅه کې دى چې دا رياست ترلاسه کړي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په يوه ليکنه کې دې خبرو ته اشاره هم کړې وه او ويلي يې و چې ځينې خلک د لوبغاړو له استعداد نه ناوړه استفاده کوي، هغه ويلي و چې ځينې پخواني او اوسني چارواکي په دې هڅه کې دي چې کرکټ بورډ بدنامه کړي.

بل لوري ته دا اوازې هم خپرې شوې دي، چې د کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي دې ته هڅول شوي دي چې ارګ ته لاړ شي او ولسمشر غني ته دستخطونه وکړي، چې اوسنى عمومي رييس له دندې ليرې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: په خوب کې مې هم کله فکر نه و کړى چې د لسيزې غوره لوبغاړى به ټاکل کېږم

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې کله يې په …