کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبغاړي راشد خان مور ومړه
راشد خان

د ملي لوبغاړي راشد خان مور ومړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي ورو توپ اچوونکي راشد خان مور نن د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه.

د راشد خان د مور مړينې په اړه يو شمېر لوبغاړو او نورو کسانو هم په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه کړي دي او د هغه يو ورور هم د خپلې مور مړينه تاييد کړې ده.

راشد خان څو ورځې مخکې په ټويټر او فېسبوک کې د خپلې مور د ناروغۍ په اړه هم پوسټونه کړي و او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې وه چې د هغه د مور روغتيا لپاره دې دعاوې وکړي.

که څه هم دا نه دي ويل شوي، چې د راشد خان مور څه ناروغي درلوده، خو ويل شوي دي چې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه. په دې وروستيو کې د کورونا ويروس ناروغۍ له امله ډېر هغه کسان چې عمرونه يې زيات دي مړ ه شوي دي.

راشد خان اوس مهال په کابل کې د ملي لوبډلې په يو مياشتيني تمريناتي کمپ کې بوخت دى، خو لا نه ده معلومه چې مور يې په پېښور کې وه او که په ننګرهار کې.

د راشد خان د پلار د مړينې پر مهال راشد خان په اسټراليا کې د بيګ باش سياليو کې لوبېده او د نوموړي پلار په پېښور کې خښ دى، چې هغه يې په جنازه کې هم ګډون نه و کړى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

هندۍ لوبډله

هندۍ لوبډله د نومبر په ١٢مه اسټراليا ته ځي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو، ٣ نړيوالو …