کورپاڼه / خبرونه / عبدالله د راشد خان د مور په مړينه غمرازي وکړه
عبدالله عبدالله او راشد خان

عبدالله د راشد خان د مور په مړينه غمرازي وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان مور پرون په حق ورسېده، چې د ملي لوبغاړو او نورو خلکو تر څنګ د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم له نوموړي سره غمشريکي کړې ده.

عبدالله عبدالله په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مرستيال لوبډلمشر او تکړه لوبغاړي راشد خان مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله د حق داعي ته لبېک ووايه.

هغه همدا راز ليکي، د راشد خان د مور بي بي په درانه غم کې ورسره ځان شريک بولي، مرحومې ته د لوى خداى ج له درباره د مغفرت، راشد خان، کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر دعا کوي.

له عبدالله عبدالله پرته د ملي لوبډلې لوبغاړو، ځينو چارواکو او هېوادوالو هم د راشد خان د مور بي بي پر مړينه د غم څرګندونه کړې ده.

د راشد خان مور بي بي جنازه نن په جلال اباد کې اته نيمې بجې وشوه، چې له هغه وروسته اچين ولسوالۍ ته يې جنازه يوړل شوه، هلته به يې بله جنازه په ١١ بجې کېږي او له هغه وروسته به د ثمرخېل تالاو په هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …