کورپاڼه / خبرونه / د سريلانکا پخوانى وزير: د ٢٠١١ نړيوال جام پايلوبه مو په هند پلورلې وه
سريلانکا او هند کرکټ

د سريلانکا پخوانى وزير: د ٢٠١١ نړيوال جام پايلوبه مو په هند پلورلې وه

د ٢٠١١ کال نړيوال جام پايلوبه يو ځل بيا د خلکو ترمنځ د بحث موضوع ګرځېدلې ده. د سريلانکا د لوبو پخوانى وزير الوت ګماګى وايي، چې د دوى هېواد د ٢٠١١ کال نړيوال جام پايلوبه پر هند پلورلې وه.

د يادولو ده چې په ممبۍ کې د دغه نړيوال جام پايلوبه ترسره شوې وه او پچه هم پکې دوه ځلې اچول شوې وه.

د سريلانکا د لوبو پخواني وزير الوت ګماګى په يوه مرکه کې ويلي دي، چې زه په يقين سره وايم چې دغه لوبه فيکس شوې وه، خو دا کار لوبغاړو نه و کړى.

خو د ٢٠١١ کال نړيوال جام پايلوبه کې د سريلانکا لوبډلمشر کمار سنګاکارا وايي، که د پخواني وزير سره په دې اړه کوم ثبوتونه وي، نو د اى سي سي انټي کرپشن سره دې يې شريک کړي تر څو په دې اړه څېړنې وشي.

همدا راز د سريلانکا يو بل پخواني لوبغاړي مهيلا جى وردنى هم دا تورونه رد کړې دي او ويلي يې دي چې يوازې د ټاکنو لپاره ترې ګټه اخيستل کېږي. هغه وايي که چېرته له چا سره په دې اړه کوم ثبوت وي نو هغه دې وړاندې کړي او چا چې د دغه لوبې په فيکس کولو کې برخه لرله د هغوى نومونه دې په ډاګه شي.

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات خپاره کړل، پوهېږئ تر ټولو ګرانبیه څوک دي؟

د هند کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې کلنی قرارداد يې ورسره …