کورپاڼه / خبرونه / ننګرهار والي: ټولې مېندې دې د راشد خان د مور په څېر بچي وروزي
شاه محمود مياخېل او راشد خان

ننګرهار والي: ټولې مېندې دې د راشد خان د مور په څېر بچي وروزي

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د راشد خان د مور د جنازې پر مهال وويل، چې د راشد خان مور بي بي يوه درنه او پياوړې مېرمن وه، چې په خپله غېږ کې يې د داسې اولادونو روزنه وکړه، چې نن ټول هېواد ته افتخارات ګټي.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشد خان د ارواښادې مور بي بي د جنازې لمونځ د غبرګولي په ۳۰مه د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالې کې اداء شو.

د مرحومې د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزي، د کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي، د ملي ټيم يو شمېر لوبغاړو، علماء کرامو، مخورو، ځوانانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د جنازې له لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې د راشد خان مور بي بي يوه درنه او پياوړې مېرمن ياده کړه، چې په خپله غيږ کې يې د داسې اولادونو روزنه وکړه، چې نن ټول هېواد ته افتخارات ګټي.

نوموړي هيله وښوده، چې ټولې مېندې د اروښادې په څېر خپل بچي وروزي، ترڅو په بېلابېلو برخو کې هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

د ننګرهار والي د کرکټ تکړه لوبغاړي راشد خان مور بي بي ته د مغفرت نوموړي او د کورنۍ نورو غړو ته د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.

د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزي وويل، چې نړۍ افغانستان د راشد خان په نوم پيژني، هغه يې د قوت غر ياد کړ، اروښادې ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

د کرکټ تکړه لوبغاړي راشد خان له ننګرهار والي، کرکټ بورډ ادارې مسئولينو او د جنازې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه،چې د نوموړي د ارواښادې مور بي بي د جنازې په مراسمو کې یې ګډون وکړ.

د اروښادې د جنازې دويم لمونځ به نن يولس بجې د اچين ولسوالۍ اړوند د پېښې خوړ د ثمر خېلو تالاو په هديره کې تر سره او همدلته به خاورو ته وسپارل شي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد لطیف وايي، که چېرته د پاکستان سوپر …