د سريلانکا د يوه پخواني وزير له لوري د ٢٠١١ کال نړيوال جام پايلوبه پر هند پلورلو تور څخه وروسته سريلانکا اعلان کړى دى چې په لويه کچه به دا هر څه وڅېړي.
د رسنيو د راپورونو په وېنا، د سريلانکا د لوبو وزارت ويلي دي، چې د ٢٠١١ کال نړيوال جام پايلوبې د څېړلو په تړاو يې امر کړى دى.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې په ٢٠١١ نړيوال جام کې د سريلانکا لوبډلې د منېجمنټ څخه به پوښتنې ګرويږنې وشي او همدا راز د لوبو د پخواني وزير څخه به هم په دې اړه معلومات ترلاسه شي.
د يادولو وړ ده چې د سريلانکا د لوبو پخواني وزير ادعا کړې ده چې د ٢٠١١ کال نړيوال جام پايلوبه په هند پلورل شوې وه، خو په دې چاره کې د لوبغاړو لاس نه و.
د هغه له دې تورونو وروسته د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې ځينو پخوانيو لوبغاړو هم ويلي دي، چې بايد نوموړى اسناد وړاندې کړي او د خلکو نومونه هم افشا کړي. همدا راز دوى د څېړنو غوښتنه هم کړې وه.