کورپاڼه / خبرونه / بارکزى: د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د بدلون خبرې حقيقت نه لري
فرهان يوسفزى

بارکزى: د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د بدلون خبرې حقيقت نه لري

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي سلاکار عبدالله بارکزى وايي، چې د دغه ادارې د عمومي رييس د بدلون په اړه خبر هېڅ حقيقت نه لري.

عبدالله بارکزى چې د فرهان يوسفزي سلاکار دى، وايي، چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره په بشپړه توګه هر اړخيزو اصلاحاتو، پرمختګونو او نوښتونو ته ژمنه ده.

هغه زياتوي، د تېرو دوو اونيو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان کرکټ بورډ د رهبرۍ د ادلون او بدلون موضوع ګرمه ده، حالکې چې هېڅ حقيقت نه لري.

هغه زياتوي، د افغان کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزى د کرکټ د پرمختيا او پراختيا لپاره بنيادي اصلاحات، بدلونونه، پرمختګونه او غوره کاري چاپېريال رامنځته کړى دى. هغه وايي چې فرهان يوسفزى غواړي چې افغان کرکټ د نړيوالو سره سيال او د هېواد ټول اقوام او قبايل پرې راټول کړي.

د فرهان يوسفزي سلاکار د هغه هڅې او هلې ځلې ستايلي دي او ويلي يې دي چې فرهان يوسفزي يوه غوره او مثالي اداره جوړه کړې ده او د ادارې رهبرۍ ته يې ځوانان راوستي دي چې بدلون او اصلاحات ورسره راځي.

عبدالله بارکزي همدا راز له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې هېڅ ډول تشويش دې نه کوي، تر څو چې د کرکټ ملي لوبډله په نړيوالو مېدانونو د افغانستان ځلانده او وياړلى بېرغ ونه رپوي، د کرکټ اوسنۍ رهبري به په خپل ځاى وي.

دا په داسې حال کې ده چې ويل کېږي ولسمشر غني څو ورځې مخکې فرهان يوسفزي ته يوه اونۍ وخت ورکړى و چې هېواد ته دې ځان راورسوي او له هغه سره دې وګوري.

همدا راز يو شمېر سرچينې وايي، چې د کرکټ بورډ د مشرتابه لپاره څلور کسان په منډو دي، چې هره ورځ په ارګ کې له ولسمشر غني سره نږدې کسانو سره ناستې کوي او په دې هڅه کې دي چې د کرکټ بورډ د عمومي رياست ته راشي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان اغېزناک لوبغاړى

راشد خان د اى پي ايل ٢٠٢٠ سياليو تر ټولو اغېزناک لوبغاړى اعلان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د هند تجارتي ليګ …