کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې لوبغاړي افسر ځاځي موټر ټکر کړى
افسر ځاځى

د ملي لوبډلې لوبغاړي افسر ځاځي موټر ټکر کړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي افسر ځاځي موټر ټکر کړى دى، خو هغه وايي چې له پېښې روغ وتلى دى.

افسر ځاځي په خپل يو پوسټ کې ويلي دي، چې هغه خپل ځان په خطر کې واچولو او هڅه يې وکړ چې مقابل لورى، چې هېڅ ټرافيکي قانون يې هم نه و مراعت کړى، بچ کړي.

هغه زياتوي، چې مقابل لوري بيا هېڅ مرسته ونه کړه او له صحنې څخه وتښتېدو، چې زه دغه کار سخت مايوسه کړم.

هغه همدا راز ليکلي دي، چې د الله تعالى شکر ادا کوم چې په خپل رحم او کرم سره يې وساتلم، هېوادوالو څخه مې هيله ده چې تل مې په دعاو کې ياد وساتي.

د يادولو وړ ده چې ٢٦ کلن افسر ځاځى د ملي لوبډلې توپوهونکى او ويکټ ساتونکى دى، چې ٣ ټېسټ، ١٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ١ نړيواله شل اوريزه لوبه يې د افغانستان لپاره ترسره کړې ده.

نوموړي په ټېسټ سياليو کې ١٣٥، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٢٦٤ او همدا راز په يوازينۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ٩ منډې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان اغېزناک لوبغاړى

راشد خان د اى پي ايل ٢٠٢٠ سياليو تر ټولو اغېزناک لوبغاړى اعلان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د هند تجارتي ليګ …