کورپاڼه / خپلواک / پاکستان سريلانکا لوبډله راوسته، خو باران يې مخه نيولې
کراچۍ کرکټ لوبغالى

پاکستان سريلانکا لوبډله راوسته، خو باران يې مخه نيولې

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ سپتمبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ بورډ لس کاله وروسته په دې وتوانېده چې د سريلانکا کرکټ ملي لوبډله د پېسو په زور د نړيوالو لوبو لپاره خپل هېواد ته راولي، که څه هم د سريلانکا په لوبډله کې ډېر يې نوي لوبغاړي دي، ځکه تجربه لرونکو لوبغاړو يې پاکستان ته له تګ انکار کړى و، خو لا هم پاکستانيان د کرکټ لوبې ته سترګې په تمه دي، ځکه چې باران يې مخه نيولې ده.

د سريلانکا کرکټ لوبډله د درې يو ورځنيو لوبو لپاره پاکستان ته راغلې ده، چې د جمعې په ورځ يې لومړۍ يو ورځنۍ لوبه په کراچۍ کې د باران له امله ترسره نه شوه.

خو دويمه لوبه چې يکشنبې په ورځ ترسره کېده، هم اوس نه ترسره کېږي، ځکه په کراچۍ کې د کرکټ لوبغالى د ډېر باران له امله له اوبو ډک شوى دى او د لوبغالي مسوولينو ورته ويلي دي، چې لږ تر لږ دوه ورځې وخت بايد ورکړي چې دوى لوبغالي څخه اوبه وباسي او بېرته يې د لوبې لپاره برابر کړي.

اوس د پاکستان او سريلانکا لوبډلو ترمنځ د يکشنبې په ورځ ترسره کېدونکې دوه يوه ورځنۍ لوبه له ځنډ سره مخ شوې ده او دغه لوبه به اوس د سپتمبر په ٣٠مه نېټه ترسره کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ د نړيوال کرکټ مدير ذاکر خان له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې باران دوى مجبوره کړل چې د پاتې يو ورځنيو لوبو مهالوېش بدل کړي. هغه وايي په دې لړ کې د سريلانکا کرکټ بورډ او براډکاسټر مننه کوو، چې زموږ دغه غوښتنه يې ومنله.

همدا راز د پاکستان کرکټ بورډ خلکو ته ويلي دي، چې کومو کسانو چې د جمعې او يکشنبې د ورځو لوبو لپاره ټکټونه اخيستي و، هغوى کولاى شي چې په همدغه ټکټونو د سپتمبر په ٣٠مه او د اکتوبر په دويمه نېټه لوبې کتلى شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …