کورپاڼه / خبرونه / افتاب عالم: پلار هغه هستي ده چې اولادونه په خوشحاليو کې ليدل غواړي
افتاب عالم

افتاب عالم: پلار هغه هستي ده چې اولادونه په خوشحاليو کې ليدل غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم وايي، چې پلار هغه هستي ده چې سختۍ په ځان تېروي او خپل اولادونه په خوشحاليو کې ليدل غواړي.

نن په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي، چې دا ورځ په افغانستان کې هم په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه لمانځل کېږي او خلک د خپلو پلرونو عکسونه او خاطرې شريکوي.

په دې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي افتاب عالم هم د پلار د ورځې په مناسبت يو پوسټ کړى دى.

نوموړي ليکلي دي: ((پلار هغه هستي ده چې د ژوند ټولې سختۍ او دردونه په ځان تېروي او خپل اولادونه په سهولت او خوشحاليو کې ليدل غواړي.))

هغه همدا راز ليکي: ((الله ج فرمايي: زما خوښي د والدينو په خوښۍ کې نغښتې، چا چې والدين خوشحاله کړل، زه هغوى خوشحاله کوم.))

نوموړى همدا راز زياتوي: ((رښتيا هم چې والدين ډر حقونه لري او بهترين هغه خلک دي چې والدين يې ژوندي وي او له دعاګانو يې برخمن وي.))

افتاب عالم وايي، دا چې زما والد صېب وفات شوى او نن د والدينو ورځ ده، نو د الله ج له درباره ورته جنتونه غواړم، رب دې هغه دنيا ورته ښايسته کړي.

د يادولو وړ ده چې افتاب عالم چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه وروسته پرې د کرکټ بورډ د ډسپلېن د سرغړونې له امله يو کلن بندېز لګېدلى و، د هغه بندېز څه موده مخکې پاى ته رسېدلى دى او اوس په کابل کې د ملي لوبډلې په تمريناتي کمپ کې په تمريناتو بوخت دى.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد لطیف وايي، که چېرته د پاکستان سوپر …