کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کرکټ بورډ: شپږيزه کرکټ ليګ په اګست کې ترسره کېږي
شپږيزه کرکټ ليګ

کرکټ بورډ: شپږيزه کرکټ ليګ په اګست کې ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دوى په پام کې لري چې سږکال د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ د اګست په مياشت کې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د مۍ مياشتې په مجله کې د شپږيزې کرکټ ليګ د ترسره کېدو په تړاو خبر ورکړل شوى دى.

په دغه مجله کې راغلي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د روان زېږديز کال په اګست مياشت کې د شپږيزې کرکټ ليګ اووم پړاو سيالۍ هم ترسره کړي.

دوى همدا راز وايي، چې په اوسني حالت کې به د شپږيزې کرکټ ليګ د افغانانو د خوښۍ شېبې زياتې کړي او خلک به په ژوندۍ بڼه د خپلو اتلانو لوبې ننداره کړاى شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ سيالۍ ځنډېدلي دي، چې د هند ستر تجارتي ليګ اى پي ايل هم د کورونا له امله سږکال تر دې مهاله پورې نه دى ترسره شوى.

بل لوري ته د ويسټ انډيز لوبډله بيا انګلستان ته تللې ده او د جولاى په اتمه نېټه به دواړه لوبډلې د درې ټېسټ سياليو لوبلړۍ پيل کړي.

همدا راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ٢٤ لوبغاړو شاوخوا لس ورځې مخکې په کابل کې يو مياشتينى تمريناتي کمپ پيل کړى دى، چې کرکټ بورډ يې موخه راتلونکي اسيا جام او نړيوال جام ته د لوبغاړو چمتووالى ښايي.

کرکټ بورډ وايي، چې په دې تمريناتي کمپ کې به د لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه او همدا راز په تکړښت باندې پوره کار وشي.

دوه ورځې مخکې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، که چېرته د دوى لوبغاړي ښه وځلېدل نو ښايي سږکال د اسيا جام افغانستان وګټي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د ای پي ایل سیالیو په ۱۳ کلن تاریخ کې دویم چټک توپ انریچ ترسره کړ

د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو په لړ کې د تېرې چهار شنبې په …