کورپاڼه / خبرونه / د پاکستاني لوبغاړي محمد عرفان د مړينې اوازې رد شوې
محمد عرفان

د پاکستاني لوبغاړي محمد عرفان د مړينې اوازې رد شوې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي محمد عرفان په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې د خپلې مړينې اوازې رد کړې.

محمد عرفان په ټويټر په دې اړه خپګان ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې زما په اړه دا اوازې خپرېږي، چې زما موټر ټکر کړى دى او زه پکې مړ شوى يم.

هغه زياتوي، چې زما د مړينې له خبر څخه زما کورنۍ، ملګري او دوستان تشويش کې شوي و او ټول پرېشانه و، خو زما موټر هېڅ ټکر نه دى کړى.


هغه په دې خبرونو غصه او دا هر څه يې درواغ بللي دي.

د يادولو ده چې د پاکستان د ړندو کرکټ لوبډلې يو لوبغاړى چې محمد عرفان نومېږي مړ شوى دى، چې د هغه په اړه په ټولنيزو رسنيو کې خبرونه خپاره شول، نو ډېرى خلکو فکر وکړ چې دا د ملي لوبډلې لوبغاړى محمد عرفان دى.

د پاکستان د ړندو کرکټ لوبډلې لوبغاړى محمد عرفان چې ٣١ کاله عمر يې درلود، تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى، چې د يادې لوبډلې روزونکي يې هم د مړينې پخلى کړى دى.


د پاکستان کرکټ بورډ هم د هغه د مړينې په تړاو په ټويټر کې ټويټ کړى دى. د پاکستان کرکټ بورډ د وياند په وېنا، محمد عرفان د پاکستان لپاره ١٢ لوبو کې ګډون کړى و، هغه له ډېر وخت راهيسې کرکټ کولو او په ٢٠٠٧ کال کې د ړندو اسيا جام کې هم د پاکستان لوبډلې برخه و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر …