کورپاڼه / خبرونه / د بنګله دېش مشرفي مرتضى او نفيس اقبال کورونا نيولي
مشرفي مرتضى

د بنګله دېش مشرفي مرتضى او نفيس اقبال کورونا نيولي

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر مشرفي مرتضى او نفيس اقبال هم په کورونا ويروس ناروغۍ ا خته شوي دي.

د مشرفي مرتضى ورور مرسلين مرتضى تېره ورځ دا خبره بنګله دېش رسنيو ته منلې ده او ويلي يې دي چې مشرفي مرتضى له تېرو څو ورځو راهيسې ناروغ و، چې د جمعې په ورځ يې ټېسټ وکړ.

هغه وايي، چې مشرفي مرتضى په کور کې کرنټين شوى دى. ٣٦ کلن لوبغاړي د بنګله دېش لپاره په ٣٦ ټېسټ، ٢٢٠ نړيوالو يو ورځنيو او ٥٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، هغه د کورونا ناروغانو د مرستې لپاره هم هلې ځلې کولې.

همدا راز د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبډلې لوبډلمشر تميم اقبال مشر ورور نفيس اقبال هم په کورونا ويروس ا خته شوى دى. هغه اوس په خپل کور کې کرنټين دي. نوموړى چې ٣٤ کاله عمر لري او د بنګله دېش لپاره يې ١١ ټېسټ او ١٦ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.

د يادولو ده چې په بنګله دېش کې د مارچ په مياشت کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له ٨٨ زرو څخه زيات کسان له دې ناروغۍ څخه اغېزمن شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …