کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان لپاره تاريخي ورځ؛ په همدې ورځ درې کاله وړاندې يې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړى و
افغانستان ټېسټ لوبډله

د افغانستان لپاره تاريخي ورځ؛ په همدې ورځ درې کاله وړاندې يې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره نن ډېره تاريخي ورځ ده، ځکه چې په همدې ورځ درې کاله مخکې په ٢٠١٧ کال کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) بشپړ غړيتوب ترلاسه کړى و.

افغانستان او ايرلېنډ چې د ٢٠١٧ کال په جون مياشت کې يې د اى سي سي بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ، نو د ټېسټ سياليو د ترسره کولو اجازه يې هم ترلاسه کړه.

افغانستان د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو شاوخوا يو کال وروسته په ٢٠١٨ کال کې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه هم ترسره کړه. دغه ټېسټ لوبه د جون په ١٤مه نېټه په هند کې د هند لوبډلې سره ترسره شوه، چې په دوه ورځو کې پاى ته ورسېده.

په دغه لوبه کې افغانستان ماتې وخوړه، خو له هغه وروسته د ٢٠١٩ کال په مارچ مياشت کې يې بيا له ايرلېنډ سره ټېسټ لوبه ترسره کړه او بريا يې خپله کړه.

افغانستان په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې بريا ترلاسه کړه او دا د ملي لوبډلې لپاره ستره او تاريخي بريا وه، ځکه چې افغان لوبډله دريمه لوبډله شوه چې په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې يې بريا خپله کړه.

افغانستان ټېسټ لوبډله ١

همدا راز له هغه وروسته د ٢٠١٩ کال په سپتمبر مياشت کې افغانستان له بنګله دېش لوبډلې سره هم ټېسټ لوبه ترسره کړه او بنګله دېش لوبډلې ته يې هم ماتې ورکړه، چې په درې لوبو کې يې دوه برياوې په خپل نوم کړي.

افغانستان خپله څلورمه ټېسټ لوبه بيا د ٢٠١٩ کال د نومبر په مياشت کې له ويسټ انډيز سره په هند کې وکړه، خو په دغه لوبه کې ويسټ انډيز بريا خپله کړه.

افغانستان تراوسه ٤ لوبې کړې دي، چې دوه لوبو کې يې برياوې خپلې کړې دي او دوه لوبې يې بايللي دي.

افغانستان او اسټراليا

همدا راز افغانستان خپله راتلونکې ټېسټ لوبه بيا د اسټراليا سره لري، چې دغه لوبه د اسټراليا په کوربه توب په نومبر مياشت کې ترسره کېدونکې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: رحمت ديوان

Avatar

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …