کورپاڼه / ليکنې / د روانې لسيزې د افغانستان څلور غوره لوبغاړي
قېس احمد، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ او نور احمد

د روانې لسيزې د افغانستان څلور غوره لوبغاړي

د کرکټ مجلې (دي کرکټ منتلي) د روانې، يعنې ٢٠٢٠مې لسيزې لپاره ځوان ٢٠ لوبغاړي غوره کړي دي، چې په راتلونکو ١٠ کلونو کې به دا لوبغاړي په نړيواله کچه سترې لاسته راوړنې لري، چې په دې ډله کې ٤ افغان ځوان لوبغاړي هم شامل دي.

دا لوبغاړي د ١٥ روزونکو، لوبغاړو، شنونکو او کرکټ پوهانو له نظرونو سره سم انتخاب شوي دي.

په دې لوبغاړو کې د افغانستان نور احمد، ابراهيم ځدراڼ، رحمان الله ګربز او قېس احمد شامل دي.

نور احمد

نور احمد

١٥ کلن چپ لاسى ورو توپ اچونکى نور احمد چې د افغانستان ١٩ کلنې کم عمره ځوانانو لوبډلې کې لوبېدلى دى، هغه مهال نوموړى ١٤ کلن و. نوموړي په خپله دويمه لوبه کې د ٣٠ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي و، همدا راز په ٢٠١٩ کال کې د شپږيزې کرکټ ليګ د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره هم لوبېدلى و.

د نور احمد د خوښې لوبغاړى راشد خان دى او هغه غواړي چې د نړۍ غوره توپ اچوونکى شي. د نور احمد د خوښې لوبه بيا د افغانستان او پاکستان ١٩ کلنو ځوانانو ترمنځ د ٢٠٢٠ ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام لوبه وه، چې نوموړي پکې د ٣٢ منډو په بدل کې ٢ لوبغاړي سوځولي و.

د افغانستان کرکټ ډايريکټر انډي مولز د هغه په اړه وايي، چې نور احمد يو لوبه ګټونکى لوبغاړى دى، په ځانګړې توګه هغه په ميډل اورونو کې ويکټې اخلي چې دا ډېرې مهمې دي.

هغه وايي، که نوموړي باندې لږ نور کار هم وشي، ننو د هغه توپ اچونه، په ځانګړې توګه ګوګلي توپ به لا ډېر خطرناک شي. نوموړى وايي، چې نور احمد بيا زياتې لوبې وکړي، تر څو مخکښو توپوهونکو ته توپ اچونه وکړي او د فشار د کنټرول وړتيا ترلاسه کړي.

ابراهيم ځدراڼ

ابراهيم ځدراڼ

١٨ کلن ابراهيم ځدراڼ چې د افغانستان يو تکړه توپوهونکى، بلکې هيټر دى، د هغه د توپوهنې تخنيک هغه لا پياوړى توپوهونکى ثابتوي. نوموړي دوه ځلې د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې ګډون کړى دى او همدا راز د بنګله دېش پر وړاندې يې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه هم تېر کال ترسره کړه، چې ٨٧ منډې يې وکړې او د افغانستان په بريا کې يې برخه واخيسته.

ابراهيم ځدراڼ بيا په کرکټ کې خپل اتل خپل تره نور علي ځدراڼ ګڼي. هغه دا هيله لري چې په افغانستان کې د ماشومانو سره د لوبو او زده کړې په برخه کې مرستې وکړي.

د نوموړي د خوښې لوبه بيا د بنګله دېش پر وړاندې د هغه لومړۍ ټېسټ لوبه ده، هغه وايي په دغه لوبه کې ښه وځلېده او دا ورته وياړ دى چې د خپل هېواد استازولي يې وکړه.

انډي مولز وايي، چې ابراهيم په تېرو دوه کلونو کې ځان ثابت کړ چې هغه په پيچ د ډېر وخت لپاره درېداى شي، هغه په تخنيک پوهېږي او په ذهني ډول ډېر تکړه دى، د هغه لوبه ډېره ښه ده. نوموړى وايي، چې ابراهيم يو ښه ډګر ساتونکى هم دى.

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز

١٨ کلن رحمان الله ګربز دا وړتيا لري چې په ٣٦٠ درجه توپوهنه وکړي، هغه په ځانګړې توګه د شل اوريزو لوبو لپاره جوړ لوبغاړى دى. تېر کال نوموړي د ويسټ انډيز پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، همدا راز د بنګله دېش پريمئير ليګ کې نوموړي په ١٨ توپونو باندې پنځوسيزه ووهله.

رحمان الله ګربز په لوبغاړو اې بي ډيويليرز د خپلې خوښې لوبغاړى ګڼي، هغه وايي چې د ملي لوبډلې لپاره لوبېدل او په نړيواله کچه يې ځلول د هغه هيله ده.

نوموړى د افغانستان او ويسټ انډيز دريمه شل اوريزه لوبه خپله خوښه لوبه ګڼي، نوموړي په دغه لوبه کې ٧٩ منډې وکړې او دا لوبه د لوبلړۍ ګټونکې لوبه هم وه، چې افغانستان پکې بريا خپله کړه.

د افغانستان د توپوهنې روزونکى اېچ ډي اکرمن وايي، رحمان الله ګربز دا وړتيا لري چې يو غوره توپوهونکى شي، هغه د لوبې په تخنيک پوهېږي او فشار په سمه توګه مهارولى شي. هغه وايي په دې کې هېڅ شک نشته دى چې موږ به د هغه نورې ډېرې ښې لوبې ووينو.

قېس احمد

قېس احمد

١٩ کلن قېس احمد چې ليګ سپينر دى، هغه د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي ليګونو کې ځان ثابت کړى دى چې څومره ښه او غوره توپ اچوونکى دى، همدا راز د ايرلېنډ پر وړاندې په خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه کې، چې د روان کال په مارچ کې ترسره شوه، نوموړي د ٢٥ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول.

هغه د خپلې خوښې لوبغاړى ويراټ کوهلي ګڼي او دا يې هيله ده چې د افغانستان لپاره په ټولو بڼو کرکټ لوبو کې ولوبېږي.

د هغه د خوښې لوبه د بيګ باش ليګ (هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز، ٢٠ دسمبر ٢٠١٩) ده چې هغه پکې ٤ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړه.

د افغانستان مشر روزونکى لانس کلوزنر وايي، چې قېس احمد ډېره انرژي لري، ښه توپ اچونکى او ښه ډګر ساتونکى دى او همدا راز په توپوهنه کې هم بد نه دى، دا هغه هر څه دي چې له قېس نه يو بهترين کرکټر جوړوي. بيګ باش سياليو کې لوبېدلو سره هغه ډېره تجربه هم ترلاسه کړه او دا هر څه د هغه لپاره ډېر ښه و، هغه ډېره وړتيا لري، ډېر څه بايد زده کړي او هغه به ډېر څه ترلاسه هم کړي.

د يادولو وړ ده چې د کرکټ مجلې په دغه ليکنه کې د نورو هېوادونو ١٦ لوبغاړي هم غوره شوي دي، چې دا لوبغاړي يې د روانې لسيزې راتلونکي غوره لوبغاړي ګڼلي دي، خو موږ له دې برخې څخه يوازې د افغانستان دغه څلور لوبغاړي راواخيستل.

Loading...