کورپاڼه / د لوبو راپورونه / تېر کال دا ورځ؛ هند په نړيوال جام کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
افغانستان او هند

تېر کال دا ورځ؛ هند په نړيوال جام کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د تېر کال ٢٠١٩ نړيوال جام کې نن (د جون په ٢٢مه نېټه) افغانستان له هند سره لوبه ترسره کړه، چې په دغه لوبه کې هند د ١١ منډو په توپير بريا خپله کړه.

په پيل کې د لوبې پچه هند وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

هند په ټاکلو ٥٠ اوروننو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٤ منډې وکړې، لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٦٧ او کيدار جادو ٥٢ منډې ترلاسه کړې، همدا راز ګلبدين نايب او محمد نبي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د ٢٢٥ منډو د هدف په تعقيب کې په ٥٩.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٣ منډې وکړې، چې د ١١ منډو په توپير يې لوبه له لاسه ورکړه.

محمد نبي ٥٢، رحمت شاه ٣٦ او لوبډلمشر ګلبدين نايب ٢٧ منډې وکړې، همدا راز محمد شامي ٤، جسپريت بومرا، يوژيندرا چاهل او هارديک پانډيا ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جسپريت بومرا ترلاسه کړه.

په نړيوال جام کې دا هم د افغانستان يو په زړه پورې او ښه لوبه وه، تر ډېره پورې داسې ښکارېده چې افغانستان به بريا خپله کړي او په نړيوال جام کې به لږ تر لږه يوه لوبه په خپل نوم کړي، خو هند په وروستيو کې لوبه په خپله بريا پاى ته ورسوله او محمد شامي چې کله وروستي اور ته راغى، محمد نبي توپوهنې ته ولاړ و او افغانستان ٢١٣ منډې کړې وې، هغه په دريم توپ محمد نبي، په څلورم توپ افتاب عالم او په پنځم توپ مجيب الرحمان وسوځول، هېټريک يې هم وکړ او همدا راز لوبه يې هم وګټله، ځکه د افغانستان بريا ته يوازې ١٢ منډې پکار وې، خو محمد شامي دا هر څه له خاورو سره خاورې کړل.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبډله

هند ته د بريا لپاره ٣٢٤ منډې او اسټراليا ته ١٠ ويکټې پکار دي

د هند او اسټراليا ترمنځ د څلورمې ټېسټ لوبې څلورمه ورځ هم پاى ته رسېدلې …