کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سريلانکا په اګست کې د کرکټ تجارتي ليګ پيلوي
سريلانکا کرکټ لوبډله

سريلانکا په اګست کې د کرکټ تجارتي ليګ پيلوي

د سريلانکا کرکټ بورډ په پلان کې لري چې سږکال د اګست په مياشت کې د کرکټ تجارتي ليګ پيل کړي، دا په داسې حال کې ده چې د هند او بنګله دېش سفر سريلانکا ته ګران ښکاري.

د سريلانکا کرکټ بورډ له دې مخکې هم څو څو ځلې هڅې کړې دي، تر څو يو تجارتي ليګ پيل کړي، خو په دې نه توانېدلي. سريلانکا يو له هغه هېوادونو څخه هم دى چې د کورونا ويروس پر وړاندې يې چټکه مبارزه وکړه او تر ډېره حده پورې يې دغه ويروس کنټرول کړ.

د سريلانکا کرکټ بورډ اوس غواړي چې د روان کال په اګست مياشت کې د لانکا پريمئير ليګ په نوم تجارتي ليګ پيل کړي، چې نه يوازې د سريلانکا هېواد لوبغاړي پکې ولوبېږي، بلکې د نورو هېوادونو نړيوال لوبغاړي هم پکې برخه واخلي.

د کريک انفو د يو راپور په وېنا، د سريلانکا کرکټ بورډ اجراييه رييس ايشلى ډيسلوا د کرکټ نورو بورډونو ته خط لېږلى او د لانکا پريمئير ليګ په اړه يې معلومات ورکړي دي او همدا راز د دوى د لوبغاړو د لوبېدو په تړاو يې هم ورته په خط کې يادونه کړې ده.

خو په راپورونو کې دا هم ويل شوي دي، چې د سريلانکا دغه تجارتي ليګ لا په لومړي پړاو کې دى، ځکه تر دې مهاله پورې د سريلانکا کرکټ بورډ د دغه ليګ په اړه رسمي اعلان هم نه دى کړى.

خو د سريلانکا کرکټ بورډ په دې کار کوي او غواړي چې په دغه ليګ کې ٥ لوبډلې وي. دوى غواړي چې په اګست کې دا سيالۍ پيل شي او تر سپتمبر پورې دوام وکړي او د دې لپاره د سريلانکا کرکټ بورډ په سپانسرانو پسې هم ګرځي.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ هم په يو خبر کې ويلي و، چې دوى د شپږيزې کرکټ ليګ اووم پړاو د روان کال د اګست په مياشت کې ترسره کوي.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …