کورپاڼه / خبرونه / شعېب ملک: څوک چې مو خوښ و، دا مهمه نه ده چې د کوم هېواد دى، زه کرکټر يم، سياستوال نه يم
شعېب ملک او ثانيه مرزا

شعېب ملک: څوک چې مو خوښ و، دا مهمه نه ده چې د کوم هېواد دى، زه کرکټر يم، سياستوال نه يم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شعېب ملک د هند د ټېنس نوموتې لوبغاړې ثانيه مرزا سره د ٢٠١٠ کال د اپريل په ١٢مه نېټه واده وکړ، چې اوس دوه يو کلن زوى هم لري.

خو د دوى له واده سره سم پر دوى نيوکې هم وشوې، ځکه چې د هند او پاکستان ترمنځ سياسي اړيکې ترېنګلې دي او همدا لامل دى چې دواړو هېوادونو له ٢٠١٢ کال راهيسې هېڅ لوبلړۍ هم نه ده ترسره کړې.

خو شعېب ملک وايي، چې دا مهمه نه ده چې ستا څوک خوښ وي هغه د کوم هېواد دى، هغه وايي مهمه دا ده چې ستا يو انسان خوښ وي او ته غواړې خپل ژوند له هغې سره تېر کړي، دا نه ده مهمه چې هغه د کوم هېواد ده او ستاسې او د هغه د هېواد ترمنځ اړيکې څنګه دي.

پاکستان او هند يوازې د اى سي سي په نړيوال جامونو او اسيا جام کې سره مخامخ کېږي، هغه مهال هم چې دواړه لوبډلې سره مخامخ شي، نو نه يوازې په لوبغالي کې تماشچيان، بلکې په ټلويزيونونو کې هم دې لوبې بيا له لوبې ورهاخوا کتل کېږي.

خو شعېب ملک وايي، چې د دوى لپاره هره لوبه يوازې لوبه ده او د هندي لوبغاړو سره هم د لوبې نه وروسته بېخي د ملګرو په څېر وي.

هغه وايي، زه په هند کې ډېر ملګري لرم او له هغوى سره ډېرې ښې اړيکې لرم، په دې دومره زياتو کلونو کې زموږ ترمنځ هېڅ داسې خبره نه ده راغلې، چې زموږ اړيکې دې د هېوادونو د اړيکې له امله خرابې شوې وي، ځکه چې زه کرکټر يم، سياستوال نه يم.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد لطیف وايي، که چېرته د پاکستان سوپر …